شاته

د افغانستان د انتخاباتو نتیجو ته غبرگونونه؛ دوستم د عبدالله ملاتړ وکړ

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون لخوا د جمهوري ریاست د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان یوه ورځ وروسته عبدالرشید دوستم د "ثبات او همپالنې" ټاکنیز ټیم د مشر عبدالله عبدالله د تصمیم ملاتړ وکړ چې غواړي "ټول شموله حکومت" جوړ کړي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ١٨ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د وروستیو پایلو د اعلان پر مهال محمد اشرف غني د ۵۰.۶۴سلنې رایو په تر لاسه کولو سره د ټاکنو گټونکی اعلان کړ.

خو د ښاغلي غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن چارشنبه د فبرورۍ ١٩ (سلواغې ٣٠) په جوزجان کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل چې د ټاکنو کمېسیون پرېکړه نه مني. هغه د کمېسیون کمېشنران په خیانت تورن کړل چې په وینا یې "باید د قانون منګلو ته وسپارل شي."

جنرال دوستم همدارنګه وویل چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ټول شموله حکومت له اعلان ملاتړ کوي

جنرال عبدالرشید دوستم خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال
جنرال عبدالرشید دوستم خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال

هغه وویل: "هغه حکومت چې ډېر ژر به د عبدالله عبدالله لخوا اعلان شي، په هغه کې به ټول شامل وي، حق ورکول کیږي نه بلکې اخیستل کیږي."

نوموړي یو ځل بیا د موازې حکومت په اړه تېرو څرګندونو ته په اشارې وویل چې ډېر ژر به د نوي حکومت تشکیلات اعلان او د شمالي ولایتونو لپاره به والیان وټاکل شي.

دوستم له خپلو پلویانو وغوښتل چې سبا د عبدالله عبدالله مشرۍ د نوي حکومت د اعلان په مناسبت جشن ونیسي.

  • عبدالله: ډېر ژر به یو ټول شموله حکومت رامنځته کړو

دا په داسې حال کې ده چې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم تېره شپه وویل چې د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي او خپل ځان یې بریالی اعلان کړ.

ښاغلي عبدالله عبدالله وویل چې ډېر ژر به ټول شموله حکومت رامنځته کړي.

  • رحمت الله نبیل: په درغلیو راغلی حکومت نه منو

بلخوا د امنیت او عدالت ټاکنیز ټېم مشر رحمت الله نبیل هم د ټاکنو کمېسیون له پرېکړې سره په مخالفت کې وویل چې په درغلیو راغلی حکومت نه مني.

د عدالت او امنیت ټېم کاندید رحمت الله نبیل
د عدالت او امنیت ټېم کاندید رحمت الله نبیل

ښاغلي نبیل نن چهارشنبه د یو کنفرانس پر مهال د ټاکنو کمېسیون لخوا د وروستیو پایلو اعلان باطل وباله او زیاته یې کړه چې یاده پرېکړه به هیواد د کړکېچ خواته یوسي.

نبیل وویل: "د ټاکنو کمېسیون په پروني اعلان سره په افغانستان کې د ډموکراسۍ جنازه واخیستل. په درغلیو راغلی حکومت د امنیت او عدالت ټاکنیز ټېم لپاره د منلو نه دی."

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم نن چهارشنبه په یوې اعلامیې کې ویلي چې وضعیت ته په کتو له اوله سره د ټاکنو طرفدار نه و: "د ټاکنو په نوم کوم بهیر چې پر افغانانو تحمیل شوی، یو غیر ملي پروسه ده او د ولسواکۍ د اصولو او رزښتونو سره په مغاریت کې ده، چې د خلکو نه ګډون دغه واقعیت روښانه کړ. دغه پروسه تر ډېر پوري په افغانستان کې د بهرنیو اهدافو منعکس کوونکې ده چې غواړي د ملي حاکمیت په کمزوري کولو سره وضعیت ته په کتو د خلکو ترمنځ نفاق رامنځته کړي او په افغانستان کې خپل پروګرامونه پلې کړي."

پخوانی ولسمشر حامد کرزی
پخوانی ولسمشر حامد کرزی

خو محمد اشرف غني بیا تر خپلې بریا څو ساعته وروسته تېره شپه وویل چې دا "بریا یې د بهرنیو دسیسو له ستوني را وویستله،" خو د دغو دسیسو په اړه یې معلومات ورنکړل.

ښاغلي غني په خپلو خبرو کې تاکید وکړ چې د ټولو قومونو څخه جوړ یو همه شمول حکومت به جوړوي او د خپلو سیاسي مخالفانو په ګډون یې له طالبانو هم وغوښتل چې د نظام په چوکاټ کې ورشامل شي.

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ هم تېره ورځ وویل چې وروستۍ پایلې د ټاکنو قانون او ټاکنو د طرزالعملونو له مخې په شفافیت سره اعلان کړي دي.