شاته

اردوغان سوریې ته خبرداری ورکړ

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، خبرداری ورکړی که د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد پلوي ځواکونه په ادلیب ولایت کې خپل تعرضي عملیات ونه دروي پدې سیمه کې به د ترکي ځواکونو له یرغل سره مخامخ شي.

د سوري ځواکونو ځمکني عملیات چې د روسیې د هوایي ځواک له خوا یې ملاتړ کیږي، پدې وروستیو میاشتو کې د ادلیب ولایت څخه د شاوخوا یو میلیون کسانو د بیځایه کیدو سبب شوي او په زرگونو مهاجر د ترکیې په لور روان شوي دي.

ښاغلي اردوغان د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ١٩ په پارلمان کې د خپل گوند له وکیلانو سره په خبرو کې وویل د مسکو سره د انقرې له خبرو داسې بریښي چې روسیه د ترکیې غوښتنې نه مني. مسکو د اسد د رژیم عمده ملاتړی دی.

ښاغلي اردوغان په ټینگار سره وویل "په هره بیه چې وي" ترکیه هوډمنه ده چې د سوریې ادلیب ولایت یوه امنه سیمه شي.

هغه وویل: "ترکیې په ادلیب کې د خپلې طرحې د پلي کولو لپاره تیاری بشپړ کړی هماغسې یې چې دمخه عملیات کړي وو. په څرگنده یې چې ووایو په ادلیب کې عملیات هره گړۍ ممکن دي. ترکیه به ادلیب د اسد رژیم ته پرینږدي...مونږ معکوسه شمیرنه پیل کړې، وروستني خبرداري ورکوو."

د ښاغلي اردوغان د خبرداري په غبرگون کې د روسیې د جمهور رئیس ویاند خبریالانو ته ویلي دي چې مسکو په سوریه کې د ترکیې له عملیاتو سره سخت مخالف دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف، ویلي چې روسیه او ترکیه سره په تماس کې دي چې په ادلیب کې د کړکیچ مخنیوی وکړي.

له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف، ویلي دي چې د ترکي او روسي مقاماتو خبرې چې د فبرورۍ په ١٧ په مسکو کې وشوې ترې کومه موافقه نده ترلاسه شوې.

دا پداسې حال کې دي چې د سوریې مرستندویان په ادلیب کې د اوربند غوښتنه کوي او د نړیوالې ټولنې نه یې غوښتي چې ددې ولایت څخه د سلگونو بیځایه کیدونکو خلکو سره مرسته وکړي.