BBC
 شاته

کرزی: د ټاکنو پروسه "غیر ملي او ولسواکۍ سره په ټکر کې وه"

کرزی د انځور حقوق Karzai Facebook
Image caption پخواني ولسمشر حامد کرزي د ټاکنو بهیر د بهرنیانو دسیسه بللې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د ولسشمرۍ ټاکنو پروسه غیر ملي او له ولسواکۍ سره په ټکر کې وه، او بهرنیانو په افغانستان کې د خپلو ګټو او هدفونو لپاره دا پروسه عملي کړه.

ښاغلي کرزي نن چارشنبه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ده وار له مخې دا وړاندوینه کړې وه چې ولسمشریزې ټاکنې به "بحران" زېږوي، ځکه چې د ده په نظر، په افغانستان کې "رڼو او بې پرې ټاکنو" ته شرایط نه وو برابر او باید پر ځای يې د سولې پر پروسه ټينګار او تمرکز شوی وای.

د نوموړي په وینا، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو کم ګډون وښوده چې دا بهیر غیر ملي او د ولسواکۍ له اصولو سره په ټکر کې و.

حامد کرزي په خبر پاڼه کې همدا راز په اوسني وضعیت کې خلک یو والي ته وربللي. ده هیله څرګنده کړې چې افغانان پخپل هېواد کې ژر تر ژره د تل پایه سولې شاهدان و اوسي او په ټاکنو کې د سولې په فضا کې خپل برخلیک "پخپل لاس" وټاکي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ان له ټاکنو وړاندې ویلي وو چې د دې پروسې پر ځای باید افغان حکومت او سیاسیون د سولې بهیر ته پام وکړي، او له سولې وروسته خپل سیاسي برخلیک وټاکي.

له دې سره سم د جنبش اسلامي ګوند مشر او په تېره دوره کې د ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم نن چارشنبه د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې رد کړې.

د انځور حقوق Farahmand Facebook
Image caption جنرال دوستم په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و

ښاغلي دوستم نن چارشنبه په جوزجان کې خپلو پلویانو ته په وینا کې د ټاکنو کمېسیون له لوري د ټاکنو اعلان شوې پایلې ناقانونه وبللې او دا یې د اوسني نظام فشار وباله.

جنرال دوستم د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې ملا وتړله او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د عبدالله له خوا د 'ټول شموله' حکومت اعلانېدو هرکلی وکړي.

ښاغلي دوستم زیاته کړه، د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنډله بریالۍ ده او عبدالله عبدالله دې ژر تر ژره په شمال کې خپل والیان وټاکي او همدارنګه يې له خپلو پلویانو وغوښتل چې په فاریاب او سرپل کې دې راووځي او د بریا جشن دې ولمانځي.

نن چارشنبه د ښاغلي دوستم دغه خبرې په افغانستان کې بېلا بېلو رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرولې. د وینا په منځ کې زنګ ورته راغی او دی د خبرو له مېزه څنګ ته شو.

وروسته يې وویل چې ولسمشر غني زنګ ورته وهلی و او د ده په خبره، ښې خبرې يې سره کړې دي او له نظامه د ملاتړ غوښتنه يې ترې کړې ده.

جنرال عبدالرشید دوستم د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د محمد اشرف غني لومړی مرستیال و، خو تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې یې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و.

Image caption ښاغلي دوستم دا څرګندونې جوزجان ولایت کې خپلو پلویانو ته کړې دي.

بل خوا په ټاکنیزو سیالیو کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنډلې دویم مرستیال سرور دانش ویلي، ټولې ټاکنیزې ډلې دې قانون ته درناوی ولري او اختلافات دې یوې خواته کړي. ده وویل، په ګډه دې ټول شموله حکومت جوړ کړي، چې په وینا یې روانې لانجې پای ته ورسېږي.

نوموړي دا څرګندونې کابل کې د لویې جرګې خېمه کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د پوځیانو د وتو په یادغونډه کې وکړې.

له دې سره سم د دولت جوړوونکې ټاکنډلې لومړی مرستیال امرالله صالح پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "د ټاکنو بهیر پای ته رسېدو هغه دسیسې هم پای ته ورسولې، چې زموږ د اساسي قانون او ولس پرضد جوړې شوې وې. موږ د افغانانو پوروړي یو او د خلکو خدمت ته د فرصت په موندلو ځانونه نېکمرغه احساسوو."

د رڼو ټاکنو بنسټ (ټيفا)

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (ټیفا) هم په یوه خبرپاڼه کې د ټاکنیز بهیر پای ته رسېدل نه یوازې د یوه ټاکنیز ټیکټ بریالي کېدل او د بل پاتې راتلل بللي، بلکې دا يې د یوه قانوني بهیر بشپړېدل یاد کړي دي.

ټیفا د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلانېدل "عجولانه" او د ټاکنیزو کمېسیونونو د پرېکړو د بهیر له بشپړولو پرته عمل بللی دی.

له پښتونخوا غبرګونونه

محسن دوړ

د پاکستان د ملي اسمبلې غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن دوړ افغان ولسمشر ته د بیا ټاکل کېدو له امله مبارکي ویلې او هېله یې ښودلې ده چې ښاغلی غني وکولی شي په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ لپاره هر اړخیزه هڅې وکړي.

ښاغلي دوړ له خلکو مننه وکړه چې په ټاکنو کې یې برخه واخيسته. هغه دا د خلکو بریا وبلله او هغوی ته یې د دې بریا مبارکي ورکړه.

علي وزیر

د پاکستان د ملي اسمبلۍ يوه بل غړي علي وزير پر ټوېټر ليکلي،"هيله ده چې د دويم ځل لپاره د افغانستان د ولسمشر په توګه د اشرف غني اعلان به په سيمه کې سوله او هوساينه راولي".

وړانګه لوڼۍ

د پښتنو غورځنګ غړې وړانګه لوڼۍ: "اولس مشره اشرف غني بابا @ashrafghani ستا بريا د لوى افغانستان بريا ده."

"د افغانانو نسل کشي ته نور د پاى ټکي کشېږده. موږ نور نه غواړو چي د افغانانو په وسايل دا زورور نور خپل کورونه اباد کړي. د سوکاله افغانستان ارمان مو را پوره کړه بابا."

خو تر افغانستانه بهر یا د ټاکنو ملاتړو ادارو تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو د اعلان په هلکه کوم ځانګړی غبرګون نه دی ښکاره کړی. اروپايي ټولنې، یوناما او امریکا سفارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني ځانګړي استازي کای ایډه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د لانجې پای ته رسېدل د "لوبې پای ته رسېدل" بللي:

"د دې وخت راغلی چې ووایو (لوبه پای ته ورسېده)، پایلې ومنئ، له شخړې ډډه وکړئ او پر حیاتي مسلو کار پیلول په تمه دي: یوه ټول‌شمول جوړښت او په ښه نیت د افغانانو ترمنځ خبرې."