BBC
 شاته

د محمد اشرف غني ۷۰ کلن ژوند

غني د انځور حقوق EPA
Image caption ښاغلی غني د دویم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر شو‍‍

ډاکټر محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی او د دویم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر شو.

اشرف غني د شاه جان احمدزي زوی دی او د ۱۳۲۸ لمريز کال غويي مياشت کې يې په پلازمېنه کابل کې نړۍ ته سترگې غړولې دي.

اشرف غني په قوم پښتون دی او پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان سوېلي ولایت لوګر دی. لوړې زدکړې یې په لبنان او امریکا کې کړې دي او د امریکا په یو شمیر پوهنتونونو کې استاد هم پاتې شوی؛ ځکه نو تر سیاست هاخوا يوه اکاډميکه څېره هم ګڼل کېږي.

لومړنۍ ماسټري یې د سياسي علومو په څانگه کې، دويمه يې په نړيوالو اړيکو او وگړپوهنه او درېيمه ماسټري يې په نړيوالو اړيکو کې کړې ده.

تر دې وروسته يې په وگړپوهنه څانگه کې د امريکا له کولمبيا پوهنتونه دوکتورا ترلاسه کړې ده.

ښاغلی غني د نړيوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر و.

د بهرنۍ تگلارې په نوم د متحده ايالاتو مشهورې مجلې اشرف غني په ژونديو شخصيتونو کې د نړۍ شلم پياوړى مفکر وباله.

ښاغلي غني ۳۰ کاله له افغانستان نه بهر په بېلابېلو هېوادونو کې تېر کړي او کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني ړنګه شوه هېواد ته راستون شو.

د راتګ په لومړیو شپو ورځو کې له ملګرو ملتونو سره په کار بوخت و، بیا له ولسمشر حامد کرزي سره په لنډمهاله حکومت کې یو ځای شو.

وروسته د ۲۰۰۲ کال په جون میاشت کې د ښاغلي کرزي په کابینه کې د ماليې وزیر په توګه وګومارل شو. ښاغلي غني په مالیې وزارت کې په مالي سمون لاس پورې کړ چې تر ډېره بریالی وبلل شو.

د افغانستان او مرستندویه هېوادونو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې يې ګټور رول ولوباوه او د دغه هېواد د بیا رغاونې لپاره يې په پراخه کچه بهرنۍ مالي مرستې راجلب کړي، خو وروسته ښاغلی غني له بېلابېلو مخالفتونو سره مخ شو او د ۲۰۰۴ کال په دسمبر میاشت کې يې دغه وزارت پرېښود.

په ۱۳۸۳ کال ټاکنو کې اشرف غني د حامد کرزي حکومت کابينې ته لار ونه مونده او د کابل پوهنتون د مشر په توګه وټاکل شو چې دوه کاله وروسته ترې لاس په سر شو.

دی په ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان له لوري د هغه مهال د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي کوفي عنان پر ځای معرفي شو خو له بان‌کي مون يې ماته وخوړه.

وروسته د ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د لېږد بهير مشر شو. ښاغلي غني د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، خو بخت ورسره ياري ونه کړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اشرف غني او ډونلډ ټرمپ

د ۱۳۹۳ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د جنبش ګوند مشرعبدالرشید دوستم لومړی او د افغانستان د عدليې پخوانی وزیر سرور دانش خپل دویم مرستیال غوره کړ. خو هغه ټاکنې د ښاغلي غني او د عبدالله عبدالله ټاکنډلو تر منځ په ناندريو واوښتې.

دا ناندرۍ د دې لامل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د دواړو تر منځ منځګړيتوب ته کابل ته راغی او د ۱۳۹۳ کال د وږي پر ۳۰ نېټه د یوه سیاسي جوجاړي له مخې د ملي يو والي حکومت رامنځ ته شو. د دې پرېکړې پر بنسټ محمد اشرف غني د ولسمشر او عبدالله عبدالله د اجراییه مشر په توګه د یوه ګډ حکومت مشران وټاکل شول.

ښاغلي غني د ټاکنو پر مهال پر ریاستي نظام ټينګار کاوه، خو کله يې چې په ۲۰۱۴ کې له عبدالله عبدالله سره د ملي يو والي حکومت هوکړه لاسلیک کړه نو د افغانستان د سیاسي نظام بدلون يې د لویې جرګې کار وباله، خو د ولسمشر تر اعلانېدو دوه کاله وروسته هم لویه جرګه جوړه نه شوه.

د دغه ګډ حکومت پر مهال د اجراییه مشر عبدالله عبدالله نيوکې دا وې چې ښاغلی غني د "ملي يو والي حکومت" هوکړه تر پښو لاندې کوي او د ده واکونه یې محدود کړي دي، خو ولسمشر غني بیا اجراییه ریاست د حکومت په بېلا بېلو چارو کې خنډ باله.

د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې يې د "دولت جوړوونکې" ټاکنډلې په مشرۍ يو ځل بیا ځان نوماند کړ. د ملي امنیت پخوانۍ مشر امرالله صالح یې د لومړي او خپل مخکينی دویم مرستیال سرور دانش يې بیا د دویم مرستیال په توګه له ځانه سره وټاکل. ترک ټبار سوداګر محمد اسماعیل غضنفر يې هم پخپله ټاکنډله کې ورشریک کړ.

د انځور حقوق Arg
Image caption محمد اشرف غني د خپلې بریا تر اعلان وروسته په خبرو کې ژمنه وکړه چې ټول افغانستان ته به سوله راولي.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني ۵۱٪ او د ده مخکښ سیال عبدالله عبدالله ۴۰٪ رایې خپلې کړې وې. خو وروستۍ پایلې نږدې څلور میاشتې وځنډېدې.

د ۱۳۹۸ کال د سلواغې پر ۲۹/فبروري ۱۸مه، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایو په اخیستو سره ګټونکی اعلان کړ.

د ده مخکښ سیال عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه یا ۷۲۰۸۴۱ رایو ګټلو سره دویم ځای خپل کړ.

ښاغلی غني داسې مهال ګټوونکی اعلانېږي چې لا هم طالبانو سره د سولې خبرو کومه غوڅه پایله نه ده درلودلې، خو ده په وار وار ویلي چې سوله يې د خپلو کارونو په لومړیتوب کې ده.

پرون (۲۹ سلواغه) يې د خپلې بریا تر اعلان وروسته په خبرو کې ژمنه وکړه چې ټول افغانستان ته به سوله راولي. ده ډاډ څرګند کړ چې، افغان ټولنه به طالبان جذب کړي او د حکومت سينه طالب او بلې هرې ډلې ته خلاصه ده:

"موږ سوله غواړو، تلپایه سوله غواړو او دا ټيم به که خدای کول ټول افغانستان ته سوله راولي."