BBC
 شاته

"د پښتونخوا ډبرو سکرو کان کې کار د ژوند په بیه تمامېږي"

د سکرو کان

د خيبر پښتونخوا او بلوچستان ايالتونو د سکرو په کانونو کې نوي سلنه مزدوران د پښتونخوا د شانګلي ولسوالۍ دي. په تېرو کلونو کې ددغو ایالتونو د ډبرو سکرو په دې کان کې مرګونې پېښې هم شوې.

دلته دا مزدوران د مرګ په خوله کې په کار کولو مجبور دي. له يوې خوا مساپري او بلخوا په درنګ کې په سختو حالاتو کې کار کول چې د درنګ دننه وړه تېروتنه هم د ژوند په بدل تمامېږي.

وايي په درنګ کې پوره اسانتیاوې نشته. دوی غوښتنه لري چې د دوی اسانتیاوو ته پام وکړي.

د سکرو په درنګ کې تر نوي سلنې ‌ډېر مزدوران د خيبر پښتونخوا د شانګلي ولسوالي دي. نور يې بيا د دير ولسوالي دي، يوازې د ګوتو په شمار مزدوران ييې د ادم خيل دره د اخوروال ځايي خلک دي.

د سکرو په درنګ کي د مزدورانو د خونديتوب لپاره له اویا تر اتيا سلنه کار شوي، خو د درنګ چارواکي مني چې ستونزې لا هم شته:

"موږ په دې کان کې لرګي ډېر کاروو او ډېر لګښت ورباندې کوو، موږ ته تر پیسو انسان ډېر ارزښت لري. د ګازو مالومولو ماشینونه شته او د ناروغانو لپاره ډاکټر او درملځی لرو."

له ۷۰ تر ۸۰ سلنه انتظامات شوي، خو نور ډېر کار لا پاتې دی. دلته کار کول د خطر نه کله هم خالي نه وي.

د سکرو دا درنګ کار کې سخت هم دی، خو د ډېرو خلک روزګار ورسره تړلی دی. دا سکاره د دې لارو له لارې پېښور ته انتقاليږي او هلته نه بيا د خيبر پښتونخوا او هم د پنجاب کارخونو ته استول کيږي.

د درنګ دننه ميتهن ګاز زيات خطرناک وي، دغه ګاز چې نه بوی لري او نه رنګ د درنګ دننه په جمع کېدو د چاودنې سبب ګرځېږي. د ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره خپله د مزدورانو احتياط هم ډېر ضروري دی.

د يو درنګ مالک چې وايي دوی خپل پوره هڅه کړې چې د درنګ دننه د کومې ناوړه پېښې د مخنیوي لپاره ټول انتظامات وکړي، خو د مزدوران بې احتياطي هم د د غو سبب ګرځيږي.

د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزی د شانګلي دی. په شانګله کې د زده کړو ټيټې کچې او د روزګار نشتوالي خلک اړايستل چې د سکرو په درنګ کې کارو وکړي.

د درنګ دننه د ناوړو پېښو زيات قربانيان هم د شانګلي دي او په صوبايي حکومت د درنګ د قانون جوړولو لپاره فشار هم ځکه زيات دی.

د صوبايي حکومت چارواکي ادعا کوي چې د درنګ په اړه په قانون جوړولو کار پيل کړی، خو دا مزدوران وايي چې يوازې له قانون جوړولو سره نه بلکې د دغه قانون پلې کولو سره به د دوی ستونزې حل کېږي.