BBC
 شاته

چين کې د ايغور مسلمانانو کړاو

هغه سندونه چې بي بي سي ليدلي، د هغه څه په اړه بشپړ ليد وړاندې کوي، چې څنګه چين سلګونه مسلمانان د بندځايونو شوه شبکه ساتي.

دې جزئیاتو کې د اويغوريانو ټولنې شخصي معلومات هم دي، چې پاسپورټ ته د غوښتليک وړاندې کولو پر مهال يې حجاب يا پړوني پر سرولو يا په ناڅاپي ډول د بهرنيو انټرنېټپاڼو ته د ورتلو په څېر بېلابېلو دليلونو له مخې بندي شوي وو.

ګوتنيوونکي وايي دا سندونه د ايغوريانو پر وړاندې د چين چارواکو د هلوځلو بېلګې دي. ايغوريان د چين لوېديځ شينجياګ کې اوسېږي، چې دوی یې خپل ټاټوبی ختيځ ترکستان بولي.

خو چين تل د مذهب يا دين له مخې د هر ډول توپيري چلن خبره رد کړې ده.

د بي بي سي ډيپلوماټيکو چارو خبريال جېمز لنډېل پرې دا راپور جوړ کړی دی.