شاته

اشرف غني د افغانستان د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی اعلان شو

د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۸) د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو نهایي پایلې اعلان کړې.

د نتایجو د اعلان په اساس د افغانستان اوسنی ولسمشر محمد اشرف غني ګټونکی اعلان شوی دی. د افغانستان د ټاکنو د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د سه شنبې په ورځ (فبروري۱۸) د ټاکنو نهايي پایلې اعلان کړې.

د اعلان شوې پایلو په اساس محمد اشرف غني د ټولو رایو له جملې څخه یې (۹۲۳۵۹۲) رایې ګټلې چې ۵۰.۶۴ فیصده رایې کیږي.

مېرمن نورستانۍ وویل چې د دغو نتایجو په اساس محمد اشرف غني چې (۹۲۳۵۹۲) یې رایې ګټلې دي د جمهوري ریاست د ټاکنو ګټونکی دی.

اشرف غني وپېژنئ

ښاغلي عبدالله ۷۲۰۸۴۱ رایې ګټلې چې ٣٩.٥٢ فیصده کیږي. ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۱ رایې ګټلې دي او نور کاندیدن په ترتیب سره یو په بل پسې دي.

رحمت الله نبیل۳۳۹۱۹، فرامرز تمنا ۱۸۰۶۳، نورالله جلیلي،۱۵۵۱۹، لطیف پدرام ۱۲۶۰۸، عنایت الله حفیظ ۱۱۲۷۵، محمد حکیم تورسن ۶۵۰۰، ولي مسعود ۳۹۴۲، شهاب حکیمي ۳۳۱۸، فاروق نجرابي ۱۶۰۶ او نور رحمن لیوال ۸۵۵ رایې ګټلي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کارول شویو رایو څخه په مجموعي توگه یو میلیون ٨٢٣ زره او ٩۴٨ (١٨٢٣٩۴٨) رای د اعتبار وړ گڼل شوي دي.

د کمېسیون د مشرې په وینا د رایو اچوونکو ۳۱.۵ سلنه یې ښځې وې.

د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د ۲۰۱۹ کال د سپتمبر په میاشت کې وشول.