شاته

محمد اشرف غني د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

دغه کمېسیون له نږدې پنځه میاشتو وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل: "محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه رایې ترلاسه کړي او د افغانستان د راتلونکي جمهور رئیس په توګه اعلان شو."

د مېرمن نورستانۍ په خبره عبدالله عبدالله د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو دوهم او ګلبدین حکمتیار د ۳،۸۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره په درېیم ځای کې راغلي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د اعلان پر بنسټ نوماندانو په لاندې ډول رایې ترلاسه کړي؛

شمېره نوماندان د رایو شمېر فیصدي
۱ محمد اشرف غني ۹۲۳،۵۹۲ ۵۰،۶۴ ٪
۲ عبدالله عبدالله ۷۲۰،۸۴۱ ۳۹،۵۲ ٪
۳ ګلبدین حکمتیار ۷۰،۲۴۱ ۳،۸۵ ٪
۴ رحمت‌الله نبیل ۳۳،۹۱۹ ۱،۸۶ ٪
۵ فرامز تمنا ۱۸،۰۶۳ ۰،۹۹ ٪
۶ سید نورالله جلیلي ۱۵،۵۱۹ ۰،۸۵ ٪
۷ عبداللطیف پدرام ۱۲،۶۰۸ ۰،۶۹ ٪
۸ عنایت‌الله حفیظ ۱۱،۳۷۵ ۰،۶۲ ٪
۹ محمد حکیم تورسن ۶،۵۰۰ ۰،۳۶ ٪
۱۰ احمد ولي مسعود ۳،۹۴۲ ۰،۲۲ ٪
۱۱ محمد شهاب حکیمي ۳،۳۱۸ ۰،۱۸ ٪
۱۲ غلام فاروق نجرابي ۱،۶۰۸ ۰،۰۹ ٪
۱۳ نور رحمان لېوال ۸۵۵ ۰،۰۵ ٪

د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له لوري د ولسمشرۍ انتخاباتو وروستۍ پایله نه‌مني.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ "دولت جوړوونکې" ټاکنیزه ډله وايي چې د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیز ټیم باید د افغانستان د خلکو ارادې ته غاړه کېږدي او د انتخاباتو خپلواک کمېسیون پرېکړه ومني.

  • د ۲۰۱۹ کال ولسمشرۍ ټاکنې

د افغانستان د ولسمشرۍ څلورم پړاو ټاکنې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر په ۲۸مه نېټه وشوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ د ټاکنو په ورځ دا یوه تاریخي ورځ وبلله.

مېرمن نورستانۍ وویل: "موږ نن په یوه تاریخي مرحله کې قرار لرو او دا تاریخ موږ په ګډه جوړوو. پروسه ډېره لویه ده، وړې لویې ستونزې به وي، خو په ټوله کې ښه روانه ده."

که څه هم کمېسیون پرېکړه کړې وه چې له دې ټاکنو سره به د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې هم کوي، خو داسې ونه‌شول، تر دې چې د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنې نورې هم وځنډېدې.

د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ۱۸ تنو ځانونه نوماند کړي وو.

  • محمد اشرف غني
  • عبدالله عبدالله
  • ګلبدین حکمتیار
  • رحمت‌الله نبیل
  • عبداللطیف پدرام
  • عنایت‌الله حفیظ
  • حکیم تورسن
  • محمد حنیف اتمر
  • غلام فاروق نجرابي
  • احمد ولي مسعود
  • محمد شهاب حکیمي
  • فرامرز تمنا
  • نورالحق علومي
  • شیدا محمد ابدالي
  • محمد ابراهیم الکوزی
  • زلمی رسول
  • نورالرحمان لېوال
  • او سید نورالله جلیلي

په دې ډله کې وو، خو تر پایه دا شمېر پوره پاتې نه‌شوو، بلکې له ډلې یې محمد حنیف اتمر له خپلې کاندیداتورۍ تېر شو.

زلمی رسول، نورالحق علومي، محمد ابراهیم الکوزی، شیدا محمد ابدالي له ټاکنو وړاندې د محمد اشرف غني په ګټه ودرېدل، له ټاکنو وروسته بیا فرامرز تمنا او عنایت‌الله حفیظ هم د محمد اشرف غني ملګري شول.

  • ټاکنیز کړکېچ

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي و چې د ولسي جرګې له ټاکنو وروسته، هغه ستونزې حل شوي چې د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال راپورته شوې وې، مګر د ټاکنو په ورځ بیا هم د رأی ورکوونکو په نوم‌لړ کې ستونزې پر خپل ځای وې.

یو شمېر محلونو کې بایومټریک دستګاوو کار نه‌کاوه، خو تر ټولو لویه ستونزه بیا له دې دستګاوو سره د کمېسیون د کارکوونکو نه‌بلدتیا وه.

خو له دې ټولو لویه ستونزه بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر پرېکړو د یو شمېر ټاکنیزو ډلو نیوکه وه.

یوازې د محمد اشرف غني ټاکنیز ټیم د ټاکنو خپلواک کمېسیون له پرېکړو ملاتړ کاوه، داسې مهال چې نورو ټولو یې بیا مخالفت ته راودانګل.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر پرېکړې ان د دې سبب شوي چې د "ثبات او هم‌پالنې" او د "سولې او اسلامي عدالت" ټاکنیزو ډلو یې پر ضد لاریون وکړ.

همدا ډول د رایو د بیا شمېرنې بهیر څخه یوازې "دولت جوړوونکي" ټیم هرکلی وکړ، خو نورو ډلو یې پر ضد جبهه ونیوله، تر دې چې د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې یې په اووه ولایتونو کې مخنیوی وکړ.

یو شمېر ټاکنیزو ډلو ټاکنو خپلواک کمېسیون په درغلۍ تورن کړ او همدا ډول‌یې د نږدې ۳۰۰ زره رایو د ابطال غوښتنه کوله، هغه څه چې کمېسیون‌یې باطلول د قانون خلاف وبلل.

  • د لومړنیو پایلو اعلان

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۲۰۱۹ کال د اکټوبر میاشتې په ۲۷مه باید د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې وی، مګر له دوه ځلي ژمنو سره سره په دې کار بریالی نه‌شو.

بالاخره کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په ۲۲مه اعلان کړې چې له مخې یې د محمد اشرف غني د ۵۰،۶۴ سلنه رایو په ګټلو وتوانېد تر خپلو سیالانو مخکې شي.

عبدالله عبدالله بیا د ۳۹،۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره دوهم، خو پاتې نورو ټولو نوماندانو له ۱۰ سلنه کمې رایې خپلې کړې.

خو د لومړنۍ پایلو اعلان سره هم موافقت او مخالفت موجود و.

د ولسمشرۍ نوماند او د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ټاکنو د لومړنیو پایلو مخالفت وکړ او ویې‌ویل چې ۳۰۰ زره هغه رأیې هم شمېرل شوي چې دوی یې باطلې بولي.

د "دولت جوړوونکي" ټیم له دې اعلان هرکلی وکړ او ټول لوري یې د لوبې اصولو ته د منلو لپاره راوبلل: "اوس وخت د دې دی چې ټول د لوبې اصول ومنو، راتلونکو ورځو کې چې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون خپلې پرېکړې کوي، زموږ ټیم قانون‌مند رفتار کوي. هیله لرم چې نور ټیمونه هم قانوني چلند وکړي."

خو ښاغلي عبدالله بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه ونه‌منله او ځان‌یې بریالی وباله.

عبدالله عبدالله زیاته کړه: "په ټول قوت د خلکو له رایو دفاع کوو، په دې کې هېڅ شک نه‌شته چې د خلکو د پاکو رایو له مخې، موږ بریالي یوو."

دا راپور د بشپړېدو په حال کې دی ...