BBC
 شاته

محمد اشرف غني د افغان ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی اعلان شو

غني د انځور حقوق ARG
Image caption محمد اشرف غني په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ رایې ترلاسه کړې دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز کال د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو ګټونکی دی.

دې کمېسیون نن (سلواغه ۲۹/فبرورۍ ۱۸) په یوه خبري غونډه کې وویل، چې محمد اشرف غني په ولسمشریزو ټاکنو کې ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایې اخیستې او د ده مخکښ سیال عبدالله عبدالله بیا د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه (۷۲۰۸۴۱) رایو په ګټلو دویم ځای خپل کړی.

د ټاکنو بل نوماند ګلبدین حکمتیار بیا ۳ اعشاریه ۸۵ سلنه (۷۰۲۴۱) رایې ګټلي او دریم ځای لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې، محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ګټلو د افغانستان ولسمشر په توګه اعلانېږي.

بل لور ته د افغان ولسمشرۍ ټاکنو یو مهم نوماند او د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې نن سه شنبه یې کابل کې د مجاهدینو د انسجام شورا له غړو سره کتلي.

په دې لنډه اعلامیه کې راغلي، په دې کتنه کې ټینګار وشو چې د ټاکنو "تقلبي پایله " به نه منل کېږي.

دغه راز د ښاغلي عبد الله د ټاکن ډلې غړي فضل احمد معنوي بي بي سي ته وویل د ثبات او همپالنې ټاکن ډلې غونډې روانې دي خو دا نه شي ویلي چې د غبرګون په توګه به څه کوي "موازي حکومت به اعلانوي او که بل څه "، خو د ده په وینا "یوه خبره جوته ده او هغه دا چې د ټاکنو دا د درغلۍ پر بنسټ ولاړې پایلې نه مني. "

د انځور حقوق ABDULLAH FACEBOOK
Image caption عبدالله عبدالله او ټاکنیزو پلویانو یې وار د مخه اعلان کړی چې، د دوی په وینا، تقلبي پایله به نه مني

دوه میاشتې وړاندې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون له شاوخوا درې میاشتیني ځنډ وروسته د ۱۳۹۸ لمریز کال د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د لومړني پایلو له مخې محمد اشرف غني د ۹۲۳ زره او ۸۶۸ رایو په ګټلو (چې ۵۰٫۶۴ سلنه کېږي) تر نورو نوماندانو ډېرې رایې ګټلې وې.

په دویم کتار کې عبدالله عبدالله و چې ۷۲۰ زره او ۹۹۰ رایې (چې ۳۹٫۵۲ سلنه کېږي) خپلې کړې وې.

د ټاکنو د لومړیو پایلو له اعلان وروسته ګڼو نوماندان نیوکې وکړې چې په ټاکنو کې درغلي شوې ده او دوی ته یې پایلې د منلو نه دي.

له هغه وروسته د جنجالي رایو د بیا شمېرنې او ټاکنیزو شکایتونو د ثبت او اروزنې څو میاشتنی بهیر پیل شو.

څو ورځې وړاندې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خپلو موندنو له مخې ټاکنو کمېسیون ته ۷ وروستۍ پرېکړې استولې وې، چې ټاکنو کمېسیون یې پلې کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون له دې وروسته وویل، په نهو ولایتونو کې د ټاکنو د بیا شمېرنې په اړه دوه ورځې مخکې پېل شوی بهیر د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنډلو د څاروونکو په موجودیت کې "په بریالیتوب" پای ته رسېدلی دی.

کمېسون بلاخره نن سه شنبه د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې چې له مخې یې، لکه هماغسې چې په لومړنیو پایلو کې څرګنده شوې وه، محمد اشرف غني د دې ټاکنو ګټونکی شو.

د انځور حقوق IEC AFGHANISTAN
Image caption د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ د وروستیو پایلو د اعلان پر وخت وویل چې د ټاکنو پروسه په بشپړه توګه رڼه وه

څو ورځې وړاندې د افغانستان دوو مهمو سیاسي ګوندونو، جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي اعلان کړی و چې که د ولسمشرۍ ټاکنو په پایلو کې درغلي وشوه نو دوی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت اعلان کړي.

دواړو ګوندونو په جلا اعلامیو کې ویلي، دوی د ټاکنو په پایلو کې د درغلۍ په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وروستي دریځ ملاتړ کوي.

ښاغلي دوستم څو ورځې وړاندې ویلي وو، که د ټاکنو پایلې رڼې نه وي او یوه ډله د درغلۍ له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي نو نوموړی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ نوی حکومت اعلان کړي.

د جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه.

خو د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه مشر عطا محمد نور بیا په دې ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړ کاوه او له دې وړاندې یې د سیالو ډلو د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې هېڅوک ګډوډي نشي رامنځته کولی.