BBC
 شاته

د حماس "جعلي ښځو" د اسرائيلي پوځیانو تیلیفونونه هک کړل

اسرائیل هک د انځور حقوق IDF
Image caption د اسرائيل پوځ لا له وړاندې خپلو سرتیرو ته د داډول هکرانو په اړه خبر داری ورکړی و

داسرائیل پوځ وايي د فلسطینۍ ډلې حماس غړو د "پېغلو" په بڼه ځان ښکاره کولو له لارې د دوی د لسګونه پوځیانو ځیرک ټلفونونه هک کړي دي.

د پوځ یوه ویاند ویلي سرتېرو ته د ځوانو ښځو جعلي انځورونه استول شوي، له دې لارې هغوی د یوه اپ ډانلوډ کولو ته هڅول شوي، خو دا سرتیري نه پوهېدل چې د دې اپ له لارې د هغوی ځيرک تیلیفونونو ته لار موندل شوې ده.

دې ویاند وویل د دې چل له ناکامولو وړاندې " د پام وړ مالوماتو ته لاس رسی" نه دی شوی. حماس او اسرائیل یو بل ته د وژونکي غلیم په سترګه ګوري. د غزې تړانګه اوس د حماس په واک کې ده.

په تېرو څو کلونو کې دا دریم ځل دی چې د حماس ډلې له خوا هڅه کیږي چې د اسرائيلي پوځیانو تیلیفونونو ته لار ومومي، خو ډګرمن جاناتن کانریکس وايي دا ځل د اسرائيلي پوځیانو پر تیلیفونونو برید ډیر پرمختللی و.

هغه زیاته کړه: "طبیعي خبره ده چې دوی نوي څه زده کوي او د خپلو لوبو کچه لوړوي. "

نوموړي وویل چې هکرانو ځانونه د ځوانو ښځو په توګه معرفي کول، په ماته ګوډه عبري ژبه یې خبرې کولې او ویل یې چې دوی کډوالې دي او یا د اورېدو او لیدلو په برخه کې معلولیت لري چې د مقابل لوري قناعت تر لاسه کړي.

دی وايي کله چې له دې لارې د دوی ملګرتیا جوړه شي نو بیا دا "مېرمنې" یو لینک استوي چې وايي له لارې یې انځورونه استولی او تر لاسه کولی شي، خو په اصل کې دا لېنک د دې لامل کیږي چې سرتیری هغه پروګرام ډاونلوډ کړي چې د تیلیفونونو او کمپيوټرونو په هک کولو کې کارول کیږي.

کله چې دا لینک پرانستل شي، د همدې پروګرام له لا رې یو ویروس انسټالیږي او د همدې ویروس له لارې هکر د تیلیفون مالوماتو ته لاس رسی مومي. په دې کې موقعیت، انځورونه او د ټلفون شمېرې شاملې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تېرو څلو کلونو کې د حماس او اسرائیل ترمنځ خونړۍ وسله والې نښتې هم شوي دي

د اسرائيل پوځ دا ډګرمن وايي د اسرائيل دفاعي ځواکونو دا توطئه څو میاشتې وړاندې مالومه کړې وه، خو تر څار لاندې وه اوس یې بشپړه مخه یې ونیول شوه.

د اسرائيل دفاعي ځواکونو له دې وړاندې خپلو سرتیرو ته خبرداری ورکړی و چې د ځيرک تیلیفون کارولو پرمهال له احتیاطه کار واخلي. دوی ته یو لارښود هم ورکړل شوی و چې څنګه کولی شي د هکرانو مخه ونیسي.

اسرائيل او حماس په دوامداره جګړه ییز حالت کې دي او دواړه لوري له یو بله د مالومات تر لاسه کولو هڅې کوي، هغه هڅې چې د دوی د روانې او استخباراتي جګړې یوه برخه ګرځېدلې.