شاته

پاکستان کې په یوې مذهي غونډې ځانمرګي برید اته کسان ووژل

د پاکستان د بلوچستان په ایالت کې پولیس چارواکي وايي چې د کوټې په ښار کې د اهل السنت والجماعت د ګوند په یوې غونډې ځانمرګی برید شوی دی.

پولیس وایي چاودنه د دوشنبې په ورځ (فبروري۱۷) د کوټې پریس کلب مخې ته شوې چې لږ تر لږه اته کسان په کې وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل دي.

په کوټه کې د پولیسو مشر عبدالرضا وویل چې د اهل السنت والجماعت لسګونه پلویان راټول شوي وو چې (د اسلام د لمړي خلیفه ابوبکر صدیق) د تلین په مراسمو کې برخه واخلي چې ناببره برید وشو.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کیږي چې د برید پر مهال خلک یوې او بلې خوا ته منډې وهي. په برید کې یو شمېر هټۍ او ودانۍ هم زیانمنې شوي دي.

عیني شاهدانو ویلي چې یو شمیر پولیس هم په چاودنې کې وژل شوي او ژوبل شوي دي خو تر دې دمه پاکستاني چارواکو د پولیسو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسولیت نه دی اخیستی خو د بلوچستان په ایالت کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو سربیره شعیه ګان او سنیان په یو بل بریدونه کوي.