محمد نبي د نړۍ غوره الرونډر لوبغاړی شو
د یو ورځنیو لوبو په برخه کې د کرېکټ نړیوالې شورا د نوې درجه بندۍ له مخې افغان کرېکټ لوبغاړي محمد نبي د نړۍ لومړی درجه الرونډر او بل افغان کرېکټ لوبغاړي مجیب ځدراڼ د دریم غوره توپ اچوونکي یا بالر مقام خپل کړی.
د نړۍ د غوره الرونډرانو په ډله کې دویم ځای د انګلنډ بېن سټوکس او دریم ځای د پاکستان عماد وسیم خپل کړی دی.
محمد نبي ۳۰۱ پاینټونه (نومرې)، بېن سټوکس ۲۹۴ پاینټونه او عماد وسیم ۲۷۸ پاینټونه ترلاسه کړي دي.
دغه راز د یو ورځنیو لوبو د ۱۰ غوره بالرانو په ډله کې د ۷۲۷ پاینټونو په لرلو د نیوزیلنډ ټرېنټ بولټ لومړی ځای ، د ۷۱۹ پاینټونو په لرلو د هند جسپریت بومره دویم ځای او د ۷۰۱ پاینټونو په لرلو افغان لوبغاړي مجیب ځدراڼ دریم ځای نیولی دی.
د توپوهونکو په ډله کې لومړی ځای هندي لوبغاړي ویراټ کوهلي ، دویم ځای بل هندي لوبغاړي روهیت شرما او دریم ځای د پاکستان لوبغاړي بابر اعظم ته ورکړل شوی دی.
د روان ۲۰۲۰ کال لپاره د کرېکټ د نړیوالې شورا (ای سي سي) د شل اوره کرېکټ لوبو په نوې درجه بندۍ کې هم دوو افغان لوبغاړو لومړي مقامونه خپل کړي دي.
د شل اوره (T20I) لوبو د توپ اچونې په ډلبندۍ کې راشد خان د ۷۴۹ پاینټونو (نمرو) په ګټلو لومړی ځای خپل کړی او مجیب الرحمن د ۷۴۲ نمرو په درلودو دې رېنکېنګ کې دویم مقام ګټلی.
افغان لوبغاړی محمد نبي توانیدلی چې د الرونډرانو ترمنځ په ۳۱۹ پاینټونو لومړی ځای خپل کړي.