پر انټرنټ د " زیان رسوونکو" موادو د قانوني کنټرول غوښتنه
د فیسبوک مشر مارک زوکربرګ غوښتنه کړې چې پر انټرنټ د زیان رسوونکو موادو د خپرولو په برخه کې دې لار ډېر قانوني محدودیتونه وضع شي، ده ویلي د فیسبوک په څېر کمپنۍ نه شي کولی دا پرېکړه و کړي چې څه د بیان مشروع ازادي ګڼل کېدای شي.
ښاغلي زوکربرګ چې په جرمني کې د میونیخ امنیتي کانفرانس ته یې وینا کوله چین ته په اشارې خبرداری ورکړ چې سخت کنټرول د افرادو د بیان ازادي له خطر سره مخامخ کوي.
د فیسیوک په څېر خواله رسني مخ په زیاتېدونکي فشار لاندې دي چې د ناسمو معلومات د خپرولو مخه ونیسي، دې لړ کې فیسبوک د هغې کړنلارې له امله ډېرو نیوکو سره مخامخ دی چې د سیاسي اعلانونو په برخه کې یې عملي کوي.
فیسبوک په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا لپاره د سیاسي اعلانونو په برخه کې نوې کړنلاره عملي کړه، او په ۲۰۱۹ کې یې د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم نوې کړنلاره رامنځته کړه.
د دې کړنلارې له مخې باید دا جوته شي چې د اعلان لګښت چا په غاړه اخستی او تر اوو کلونو باید ددې اعلان یوه کاپي په ډیټابېس کې وساتل شي داسې چې لټون یې ممکن وي.
د فیسیبوک مشر وویل د نویو اصولو وضع کولو ملاتړ کوي: " نه غواړو د دېموکراتیک بهیر په پام کې نیولو پرته خصوصي کمپنۍ پر خواله رسنیو د ټولنې د ګټو د مراعت کولو په برخه کې پرېکړې وکړي."
ښاغلي زوکربرګ حکومتونه وهڅول چې د خواله رسنیو لپاره نوی قانوني سېسټم رامنځته کړي، داسې سېسټم چې د ده په وینا د مخابراتي اړیکو او د رسنیزو ادارو د شته اصولو په پام کې نیولو سره جوړ شي.
هغه وویل: " د دا ډول اصولو په نشتوالي کې موږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو. " خو دی وايي " د ټولنیزو ګټو د بېلابېلو بڼو ترمنځ د انډول ساتلو په اړه پر شته پوښتنو فکر کوي، یوازې د سم ځواب موندلو خبره نه ده بلکې خبره د داسې ځواب ده چې ټولنه یې مشروع ګڼي."
مارک زوکربرګ داومنله چې فیسبوک په دې کې پاتې راغلی چې د روسیې په څېر هېوادونو له خوا پر انټرنټ همغږی "معلوماتي کمپاین" پروخت درک کړي.
د فیسبوک مشر وايي ددې ستونزې د مخنیوي لپاره د فیسبوک ۳۵۰۰۰ کسیزه ډله کار کوي، منځ پانګه ګوري او مصنوعي ذکاوت پر مټ هره ورځ له یو ملیون ډېر جعلي اکاونټونه تړي.
له شته نیوکو سره ، سره په تېره د سیاسي اعلانونو په برخه کې دا خواله رسني ( فیسبوک، مسنجر، واټسپ او انسټاګرام) وايي چې د کاروونکو شمېر یې ورځ تر بلې زیاتیږي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې واټسپ اعلان وکړ چې د کاروونکو شمېر یې یو ملیارد کسانو ته ورسېد، دا شمېر د نړۍ د ټولو نفوس له څلورمې برخې هم لوړ دی.