BBC
 شاته

د وينا شعري ښکلاوې

وايي شعر او منظومې خبرې ځکه مهمې دي، چې د يوې ټولنې له خلکو سره یې پر چاپېرې نړۍ او طبيعت پوهېدو کې مرسته کوي. شعر خلکو ته دا هم ورښيي چې څنګه ژوند وکړي، څنګه له ژوند خوند واخلي، څنکه مينه وکړي او څنګه خلک يو له بل سره چلن.. پښتني ټولنه کې هم شعر ژورې ريښي لرې، له لنډيو او ټپو نيولې، تر غزله، او سعر تر بېلابېلو ډولونو... ډېر کله یې لروبر بېلابېلو ښارونو، کليو اوبانډو کې مشاعرې جوړېږي. دا اوونۍ د افغانستان بېلابېلو ښاورنو کې مشاعرې جوړې شوې وې، خينې مو يې هنري شېبو کې راغونډې کړې.