BBC
 شاته

افغانستان کې د لسيزو جګړو اغېزې

نن د فبرورۍ ۱۵ مه، له افغانستانه د پخواني شوري اتحاد ځواکونو وتلو ۳۱ مه کليزه ده. شوروي د ۱۹۷۹ کال د دسمبر پر ۲۷ مه پر افغانستان يرغل وکړ، چې له څه د پاسه نهه کلنې جګړې وروسته يې، وروستی سرتېری د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ پر ۱۵ له افغانستانه ووت. خو افغانستان کې جګړې او تاوتريخوالي پېښې له څلورو لسیزو وروسته لا هم روانې دي. دې اوږده موده کې د بېلابېلو شمېرو له مخې له دوو ميليونو زيات افغانان يا وژل شوي، او يا هم ژوبل دي. افغان حکومت د شهیدانو او معلولانو چارو وزارت هم لري، چې تر دې دمه يې د جګړې قربانيانو یوازې ۳۱۲ زره کورنیو ته کلني امتیازات ورکوي. ډېرې کورنۍ شکایت کوي چې حکومت ورته پام نه کوي. صابر عزیز خپل راپور کې د دغه ډول کورنیو وضعیت ته کتنه کړې ده.