شاته

واورو او بارانونو په افغانستان کې لسګونه کسان مړه کړي

په افغانستان کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي چې د تېرو دوو میاشتو راپدېخوا په دغه هیواد کې د طبیعي پېښو له امله ۱۵۰ تنه مړه او ټپیان شوي دي.

د وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي د یکشنبې په ورځ «سلواغې ۲۷مه» امریکا غږ ته وویل چې د مرغومې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه بیا تر دا مهاله ۷۲ افغانان د باران او واورې اورېدو، واورې ښوېیدو او سېلابونو له امله مړه شوي او ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل:"په تېره یوه اونۍ کې موږ د باران او واوري شاهدان و، یوازې په دایکندي ولایت کې ۲۱ تنه شهیدان شوي او لس نور ټپیان شوي دي."

ښاغلي عظیمي زیاته کړه چې د یادو پېښو له امله ۱۵۰۰ د هستوګنې کورونه زیانمن شوي او ۹۰۰ نور کورونه نړېدلي دي.

هغه وویل چې د بارانونو له امله زیات زیانونه په کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، هرات، غزني، دایکندي، بامیان، پروان، کاپيسا، پنجشیر او کابل ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

نوموړی وايي چې زیانمنو شویو ته د مرستې رسولو بهیر روان دی او له هغوی سره د مرستې په هدف یومیلیون افغانۍ په نظر کې نیول شوي دي.

هغه وویل چې د طبیعي پېښو د قربانیانو زیاته برخه ښځې او ماشومان دي چې د خوني د چتونو لوېدو پر مهال مړه او ټپیان شوي دي.

نوموړی وايي چې سږ کال ژمی کې د طبیعي پېښو له امله د بېځایه شوو کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.