شاته

بغداد کې د امریکا په مشرۍ ایتلاف په مرکزي دفتر توغندي وېشل شوي

امریکايي چارواکي وايي چې په بغداد کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په مرکزي دفتر توغندي وېشتل شوي.

د ایتلافي ځواکونو یو ویاند په ټویټر کې یوه اعلامیه خپره کړې او لیکلي دي چې دا توغندي د یکشنبې په ورځ (فبروري ۱۶) توغول شوي دي.

وايي په دغه پیښه کې چاته مرگ ژوبله نده اوښتې، خو په دې اړه یې نور معلومات هم نه دي خپاره کړي.

د عراق د پوځ اعلامیه وایي‌ چې درې توغندي په هغو سیمو لګېدلي دي چې د امریکا او نورو هېوادونو سفارتونه او دفترونه په کې دي. څلورم توغندی د عراقي ملېشو پر یو مرکز لویدلی دی.

امریکايي چارواکي د عراق ملېشه ډلې چې د ایران له ملاتړه برخمنې دي، په دغو بریدونو تورنوي. تېره میاشت یو بل توغندی د امریکا د متحده ایالاتو په سفارت ولګېده. په تېر ډسمبر کې یو بل توغندی د امریکا په یو پوځي مرکز کې ولګېده او یو امریکايي قراردادي یې وواژه.

امریکا څو میاشتې مخکې بغداد ته نژدې د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني په یو هوايي برید کې وواژه. له برید وروسته ایران په بغداد کې د امریکايي ځواکونو په پوځي اډو بریدونه وکړل.

له دې پیښې وروسته ولسمشر ټرمپ وویل چې هېڅ امریکايي ته زیان نه دی رسېدلی، خو وروسته معلومه شوه چې شاوخوا شل امریکایي سرتېرو ته د دغه برید له کبله روحي ناروغي پیدا شوې ده.