شاته

بادغیس کې ۶۲ افغان سرتېري د طالبانو له زندانه ازاد شوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې ۶۲ بندیان د طالبانو له زندان څخه ازاد کړي دي.

دفاع وزارت وايي، یاد عملیات تېره شپه د دغه ولسوالۍ په «بوکن» سیمه کې د طالبانو پر زندان تر سره شوي دي.

دفاع وزارت د چهارشنبې په ورځ د (سلواغې پر ۹مه) په یوې اعلامیې کې ویلي چې په خوشي شوو بندیانو کې ۵۵ تنه افغان ملي اردو، څلور کمانډو، دوه سرحدي پولیس او یو ملي پولیس شامل دي.

دفاع وزارت نه دي ویلي چې یاد کسان د څه وخت راپدېخوا طالبانو بندیان کړي وو.

د بیان له مخې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد افغان ولس او امنیتي ځواکونو ته د دغه بریالیتوب مبارکي ویلي، او ټینګار یې کړی چې امنیتي ځواکونه به د خپل ولس د خوندیتوب په هدف هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د دغه عملیاتو پرمهال پنځه وسله وال طالبان هم نیول شوي او یو شمېر نور وژل شوي دي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت په وینا د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له یوولسو زیات زندانونه د افغان ځواکونو د عملیات پرمهال مات شوي او ۴۰۰ زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل وو خوشي شوي دي.

تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی.