شاته

افغانستان کې د کروناویروس خپرېدو مخنیوي 'احتیاطي' تدابیر

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، په دغه هیواد کې یې د کروناویروس خپرېدو د مخنیوي په هدف د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ د سلواغې پر ۹مه ویلي چې د روغتیا وزارت سره په همغږۍ یې د یاد هوايي ډګر په دخولي ترمینل کې مجهز روغتیايي ټېمونه په دندو ګمارلي چې دغه هیواد ته راتلونکي طبي معاینه کړي.

د دغه ادارې په اعلامیه کې راغلي: "دغه روغتیايي ټېم دنده لري چې کابل ته د راغلو مسافرینو په ځانګړي توګه له چین سکټور مسافرینو طبي معاینات تر سره کړي."

دغه روغتیايي وسایل، تجهیزات او امبولانسونه د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لخوا چمتو شوي تر څو کابل ته راغلي مسافرین طبي معاینه کړي.

د افغانستان د روغتیا وزارت مخکې له مخکې د مسافرینو د پوهاوي په هدف هغوی ته یوه اطلاعیه ورکوي چې هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم هغه ته ځواب ورکړي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې یاد تدابیر یې د روغتیا وزارت، ملي امنیت او سرحدي پولیسو سره په ګډه نیولي دي.

بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم وايي چې تر دا مهاله په افغانستان کې د کروناویروس ناروغي نه ده ثبت شوې.

دغه سازمان هم ویلي چې د روغتیا وزارت سره په ګډه یې د یاد ویروس د خپرېدو او مخنیوي په هدف ګډي هڅې پیل کړي دي.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز د تېرې دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو مخنیوي په هدف په کابل کې د چین له سفیره غوښتي و چې له هغه هیواد څخه افغانستان ته راتلونکو سوداګریزو شرکتونو استازو او افغانانو ته د پرواز اجازه ورنه کړي.

دا تدابیر پر داسې مهال نیول کیږي چې په دې وروستیو کې په دغه هیواد کې د کروناویروس له امله لسګونه چینايي وګړي مړه شوي دي.

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو هم پر خپل ټوېټر ډاډ ورکړی چې افغانستان ته د یاد ویروس د داخلېدو په مخنیوي کې به لازمه همکاري وکړي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تبه، ټوخی او نفس تنګي د دغه ویروس له علایمو څخه ګڼل کیږي.