BBC
 شاته

پوليسو د محسن دوړ په گډون لسگونه احتجاجيان نيولي دي

اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال خداى نور ناصر وايي د پوليسو په وينا ښاغلى دوړ، عصمت شاه جهان او لسگونه نور احتجاجيان وروسته له هغه ونيول شول چې غوښتل يې په لاريون ووځي. علي وزیر تردې احتجاج وروسته بي بي سي ته په لېږل شوي غږیز پېغام کې ویلي، دی په خوندی ځای کې دی او ملګري يې ورغوښتي، تر څو د راتلونکي ګام لپاره سلا مشورې وکړي.