شاته

د امریکا پوځ: په غزني کې غورځیدلې الوتکه امریکایي ده

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت تائید کړه چې یوه پوځي الوتکه یې د افغانستان په غزني ولایت کې غورځیدلې ده.

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند سوني لگیټ نن د جنورۍ په ٢٧ د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه رپوټونه رد کړل چې گواکې دغه الوتکه طالبانو ویشتلې ده.

هغه وویل چې ددغې الوتکې د پرزیدلو د انگیزې په اړه پلټنې روانې دي.

ښاغلي لگیټ ددغې الوتکې د پرزیدولو په پیښه کې د مرگ ژوبله په اړه معلومات ندي ورکړي.

د امریکا پوځ ویلي دي چې ددغې الوتکې څخه د مخابراتو او د جگړې په میدان کې د امریکایي ځواکونو ته د اطلاعاتو د شریکولو لپاره کار اخیستل کیده.

طالبانو په پښتو او انگلیسي ژبو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دغه الوتکه "پرځیدلې ده"، خو په هغه اعلامیه کې چې دغې ډلې په دري ژبه خپره کړې ویلي دي چې دغه امریکایي الوتکه یې "ویشتلې" ده.

طالبانو د ضد او نقیضو اعلامیو په خپرولو سره د الوتکې د غورځیدلو دغه پیښه "یوه لاس ته راوړنه" گڼلې ده.

دا پداسې حال کې دي چې له دې دمخه د طالبانو ویاندانو رسنیو ته ویلي وو چې ددې الوتکې د څرنگوالي په اړه پلټنه کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ یو ویاند بیت ریوردان، ویلي چې تر اوسه څرگنده نده چې دغه الوتکه د چا ده.

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي تصویرونه او ویدیوگانې ښیي چې ښایي دغه الوتکه امریکایي وي.

د رویترز رپوټ وایي چې خپاره شوي انځورونو ښایي E-11A ډوله بمبارد الوتکې پاتې شوني وي چې د امریکا پوځ اوس په افغانستان ترې د الکترونیکي څارنې لپاره استفاده کوي.

له دې دمخه د غزني ولایت د سرې میاشتې مسؤل سید عبدالواجد سادات د امریکا غږ ته ویلي وو چې پدغه پیښه کې پنځه تنه وژل شوي دي. خو هغه پدې هکله نور جزییات ندي ورکړي.