شاته

ملگرو ملتونو د افغانستان سره د مرستې لپاره ۷۳۰ میلیون ډالر غوښتي

ملگرو ملتونو په ٢٠٢٠ کې په افغانستان کې د خپل بشري ماموریت د مرستو لپاره ٧٣٠ میلیونه ډالر غوښتي دي.

ملگرو ملتونو نن د دوشنبې په ورځ جنورۍ ٢٧ وویل چې په روان کال کې د غذایي موادو د اړتیاو او سرپناه لپاره ٩.۴ میلیون ډالرو ته اړتیا ده. په ٢٠١٩ کال کې دغه شمیره ۶.۵ میلیون ډالره وه.

ملگرو ملتونو د نړۍ له مرستندویه هیوادونو څخه په افغانستان کې د دې سازمان له ماموریت سره د مرستې لپاره څه دپاسه ٦٠٠ میلیون ډالر غوښتي دي.

د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي پلاوي مرستیال توبي لانزیر، د رویترز اژانس ته وویل چې د افغانستان جگړه په نړۍ کې تر ټولو وژونکې شخړه ده او برسیره پر دې دا هیواد د وچکالۍ او مخ په زیاتیدونکي فقر او بیوزلۍ سره مخامخ دی چې مرستې ته اړتیا لري.

ښاغلي لنزر په روانه اونۍ کې بروکسل او لندن او بله اونۍ کانادا، نیویارک او واشنگټن ته سفر کوي چې مرستندویان بیړنۍ نغدي مرستو ته وهڅوي.

دغه ژمنه به د افغانستان د انکشافي مرستو لپاره د میلیاردونو ډالرو څخه بیله وي چې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر په میاشت کې د یو نړیوال کنفرانس په ترڅ کې یې ژمنه شوې ده.

د ملگرو ملتونو دغه مقام زیاته کړه چې د افغانستان انکشافي مرستې د روان کال په پای کې ختمیږي او دغه هیواد به په میلیاردونو نورو ډالرو ته اړتیا ولري.

ملگري ملتونه هیله من دي چې د روان کال په پای کې د مرستندویانو یو بل نړیوال کنفرانس د ٢٠٢١ نه تر ٢٠٢۴ کلونو پورې د مرستو لپاره د پیسو ټولولو په مقصد جوړ کړي.