شاته

لوګر کې پر زده کوونکو د جنسي ځورونې په تور ۷ تنه نیول شوي

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په لوګر ولایت کې د زده کوونکو د جنسي ځورنۍ او ناوړه چلند د ادعاو په تور ۱۸ تنه پيژندلي او تر دې دمه یې اوه تنه نیول شوي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د یکشنبې په ورځ د «سلواغې پر۶مه» امریکا غږ ته وویل امنیتي ارګانونو دغه کسان د څېړونکي پلاوي لخوا تر پيژندلو وروسته نیولي دي.

ښاغلي رسولي که څه هم د نیول شوو کسانو په اړه زیات معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې د دوو تنو دوسیې یې محکمې ته سپارل شوي چې ډېر ژر به د پاتې نورو نیول شوو کسانو دوسیې هم ولېږل شي.

د ښاغلي رسولي په خبره کې چې حقیقت موندونکي پلاوي د ۱۱ تنو نورو د نیولو حکم هم ورکړی دی چې یاد کسان به هم ډېر ژر د امنیتي کسانو لخوا هم ونیول شي.

لویه څارنوالي وايي چې په دې اړه یې جدي څېړنې پیل کړي دي. د لوګر ولایت په ځينو ښوونځیو کې د زده کوونکو د جنسي ځورنې په اړه د راپور تر خپرېدو وروسته ولسمشر غني د افغانستان لویې څارنوالۍ او بشري حقونو کمېسیون ته د څېړنو سپارښتنه وکړه.

ادعا شوې ده چې په لوګر کې د ښوونځي پر لسګونو ماشومانو جنسي تېري‌شوي‌دي. خو د افغانستان د ولسي جرګې يو پلاوی چې د همدغې ادعا د پلټلو لپاره لوګر ته تللی و، وایي چې دا ادعا غلطه ده.