شاته

د ترکیې زلزله؛ د مړو شمېر ۳۵ ته ورسېد، ۱۴ کسان لا هم ورک دي

په ترکیه کې د ژغورنې ۴۰۰۰ کارکوونکي لا هم په زلزله کې تر یو شمېر نړېدلیو ودانو لاندې د ګېر پاتې شویو کسانو د ژغورلو او پیدا کولو هلې ځلې کوي.

د یو شمېر نورو جسدونو په پیدا کېدو سره د ترکیې په زلزلې کې د مړو شمېر ۳۵ ته ورسېده.

په ترکیه کې د ریکتر په کچه ۶.۸ درجه زلزله د جمعې په ورځ وشوه او د دغه هېواد د ایلازیک او مالاتیا ایالتونه یې وځپل. زلزلې ډېر کورونه او ودانۍ زیانمنې کړي دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سلیمان سویلو وویل چې لا هم شپږ کسان تر نړیدلو ودانیو لاندې دي.

تر دې دمه ۴۵ کسان ژوندي ویستل شوي خو سیمه ایزې رسنۍ وايي‌ چې ۱۴ کسان لا هم ورک دي.

د ترکیې د بېړنیو حالاتو د کنترول اداره وايي چې په زلزله کې ۱۶۰۷ کسان ژوبل شوي دي چې ۱۰۴ تنه یې لا هم په روغتون کې بستر دي.

د زلزله ځپلو لپاره د مرستو ۹۵۰۰ خیمې لګول شوي او ۱۷۰۰۰ خوراکي توکي او مواد هم پر دغو خلکو وېشل شوي‌ دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د ځپل شویو کسانو سره به د مرستې لپاره هر عاجل اقدام وشي.