شاته

​ټرمپ: امریکا به د ایران سره د مذاکراتو لپاره بندیزونه لرې نکړي

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ وایي متحده ایالات به د ایران سره د مذاکراتو په مقصد پر هغه هیواد باندې لگیدلي بندیزونه لرې نکړي.

جمهور رئیس ټرمپ دغه خبره د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د څرگندونو په غبرگون کې کړي ده چې د جرمني د شپیگل مجلې سره یې په مرکه کې کړي دي.

ښاغلی ټرمپ په یو ټویټري پیغام کې لیکلي: "د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي ایران غواړي د امریکا د متحده ایالاتو سره مذاکرات وکړي، خو غواړي چې بندیزونه لرې شي. نه مننه!"

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د یکشنبې په ورځ یو ځل بیا په خپل ټویټر کې د شپیگل مجلې سره د جمعې د ورځې د مرکې یوه برخه راخیستې چې وایي: "ایران اوس هم د امریکا سره خبرو ته تیار دی خو که بندیزونه لرې کړل شي."

ښاغلي ظریف دا هم لیکلي دي چې: "غوره به دا وي‌ چې دونالد ټرمپ د خپلې بهرنۍ پالیسۍ په اړه تبصرې او پرېکړه د حقاقو په اساس وکړې، نه د فاکس نیوز په سرلیکونو او یا هم په خپلو فارسي ژباړونکو ."

د ایران او امریکا ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د جنورۍ په دریمه یې د ایران سپاه پاسداران د قدس ځواکو قوماندان قاسم سلیماني په یو هوایي برید کې وواژه او بیا ایران په بغداد کې د امریکایي ځواکونو پر اډه بالستیک میزایل وتوغول.

د ایران او امریکا اړیکې وروسته له هغې خړې پړې شوې چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ په ٢٠١٨ کال کې د ایران او لودیځو ځواکونو ترمنځ د اټومي ټرون څخه د امریکا وتل اعلان کړل.