شاته

خوست کې د واده پر مراسمو برید شوی

د خوست ولايت په تريزايي او عليشېرو ولسوالۍ کې د واده پر مراسمو د لاسي بمونو په حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر کسان ټپيان شوي دي.

د خوست امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل عادل حيدر نن یکشنبه د «سلواغې پر ۶مه»امريکاغږ اشنا ته وويل چې ياد بريد تېر ماخوستن شااوخوا اته بجې د تريزايي او عليشېرو ولسوالۍ د وارث کلي په يوه کور کې د واده پر مراسمو شوی دی.

نوموړي وويل چې په دغه بريد کې ۲۰ کسان ټپيان شوي او تر پېښې وروسته سمدستي د خوست ښار بېلابېلو خصوصي روغتونونو ته انتقال شوي او د دريو ټپيان حالت نازک ښودل شوی دی.

مګر د سيمې يوه اوسېدونکي د خالق نور په مستعار نوم امريکاغږ اشنا ته وويل چې په دغه پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان ټپيان شوي دي، خو د ښځو او ماشومانو کره شمېر يې په ګوته نه کړ.

خالق نور زياته کړه چې په دغو مراسمو کې د موسيقۍ کوم پروګرام نه و نيول شوی.

د ده په وينا ناپېژاندو وسله والو چې شمېر يې دوه يا درې کسه و، د لاسي بمونو په وسيله د واده پر ګډونوالو برید وکړ او بيا په تېښته بريالي شول.

د خوست امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسؤل عادل حيدر وويل چې د بريد د لامل او د بريد کوونکو د نيونې په اړه پوليسو پلټنې پيل کړې او په دې هکله به وروسته له رسنيو سره معلومات شريک کړي.

تر اوسه ددې بريد مسؤليت چا پرغاړه نه دی اخيستی.