شاته

هلمند کې یوه هلیکوپټر په توغندي ویشتل شوې ـ ځواک

نن ماسپښین دوې بجې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې یوه څرخي الوتکه په توغندي لګیدلې او ۳ تنه عمله يې ټپیان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن شنبه د «سلواغې پر ۵مه» امریکا غږ اشنا ته وويل چې الوتکه پراوز ته د چمتو والي په حال کې وه چې په توغندي لګيدلې.

ده زیاته کړه چې په پېښه کې د الوتکې درې عمله ټپیان شوي او الوتکه له کاره لویدلې.

ځواک وويل:"دغه الوتکه چي د کجکي بند په میدان کې ناسته وه او الوتنې ته يې تیاری نیوه په توغندي لیګدلې ۳ تنه عمله يې ټپیان شوي او له الوتنې هیلکوپټر لویدلې موږ تحقیقات کوو چې معلومه کړو توغندۍ د چا لخوا او د کومي موخي لپاره توغول شوې."

د افغانستان دفاع وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه MI-17 هلیکوپټره نن ۱۲ بجې په کجکي ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

دفاع وزارت همدارنګه زیاته کړې ده چې په دغه پېښه کې د هلیکوپټرې عملې ته زیان نه دی رسېدلی او وايي چې دغه هلیکوپټره د یو خصوصي شرکت اړوند ده، خو د دغه شرکت نوم یې نه دی یاد کړی.

د کندهار د برېښنا شرکت د معلوماتو له‌مخې د کجکي بند د دوهمي برخې کار د یوه ترکي رغندیز شرکت له لوري مخ ته وړل کیږي چې عمده موخه يې د برېښنا د دوهم تورین نصبول او د کجکي بند د اوبو د ذخیرې د ظرفیت لوړول دي.

نوموړی شرکت هم خپل اکمالات د هلیکوپټر په وسیله کجکي بند ته کوي.

په پيل کې نوموړې الوتکه د ۷۷ په نوم د ترکي شرکت اړوند بلل کیده چې د کجکي بند انکشافي چاري مخ ته وړي خو د جنوب زون د برېښنا شرکت مسئولین وايې چې دغه الوتکه نه هم په برېښنا شرکت او نه هم په ۷۷ رغنیز شرکت پوري اړه لري.

کجکي ولسوالي د هلمند په شمال کې له لښکرګاه ښار څخه په ۱۳۰ کیلو متره فاصله کې موقعیت لري چې د ولسوالی مرکز او د کجکي بند د حکومتي قواوو په کنټرول کې دی او د ولسوالۍ په پاته برخه کې د دولت وسله وال مخالفین حضور لري.

د دغه برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي