BBC
 شاته

چین کې ویروس ۴۱ کسان وژلي؛ اروپا ته هم خپور شوی

په فرانسه کې د هغه نوي ویروس درې پېښې ثبت شوې، چې په دې وروستیو کې په چین کې موندل شوی دی. په دې سره اوس په رسمي توګه مالومه شوه، چې دغه ویروس اروپا ته خپور شوی دی. استرالیا کې هم ددې ناروغۍ یوه پېښه ثبت شوې. کرونا ډوله ویروس په چین کې تر اوسه څه باندې ۴۰ کسان وژلي.