شاته

طالبان وايي د سولې خبرو کې د امریکا له غوښتنو په تنګ شوي- راپور

د اسوشیدت پرس خبري اژانس د طالبانو د یو رسمي ویبسایټ په حواله لیکلي دي چې د سولې په خبرو کې "د امریکا له غوښتنو" څخه پوزې ته راغلي دي.

راپور کې ویل شوي چې طالبان وايي سره له دې چې د "تاوتریخوالي د کمولو" ژمنه یې کړې ده خو بیا هم د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان حکومت له لوري نوې "غوښتنې" مخې ته کړي. طالبانو دا "غوښتنې" واضح کړي نه دي.

طالبانو دا خبره د پنجشنبې په شپه (جنوري ۲۳) په خپلې رسمي ویبسایټ کې کړې ده او واشنګټن "د وخت په ضایع کولو" تورن کړی دی او ویلي دي چې له خلیلزاد سره مذاکرات د "تاوتریخوالي د کمولو" په تعریف باندې ځنډېدلي دي.

تر دې دمه امریکايي چارواکو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. او نه هم د ښاغلي خلیلزاد دفتر او یا هغه په خپله په دې اړه څه ویلي دي.

تر دې مخکې افغان حکومت انتقاد کړی و چې د "تاوتریخوالي کمول هېڅ" مانا نلري او باید په خبرو کې د اوربند مسئله واضحه او ښکاره شي.

ولسمشر غني هم له سي ان بي سي تلویزوني شبکې سره په خپلې تازه مرکې کې ویلي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالې ختمول غواړي.

هغه وویل: "د طالبانو ځواکونو منفي او د تاوتریخوالي زېږنده دي.... ټولنې دا مسئله درک کړې دې او باید دا وضعیت ختم شي. "

د ښاغلي غني ویاند صدیق صدیقي هم په خپل ټویټر کې لیکلي وویل: "د افغانستان د خلکو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو مسئله بیخي یوه ګونګه مسئله ده، دا په دې مانا ده چې د ورځې به لس بریدونه نه کیږي، پنځه به کیږي او یا لس کسان به نه وژل کیږي؟ پنځه به وژل کیږي؟ موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمول غواړو. "

په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان په یوې اعلامیې کې د "تاوتریخوالي کمول" یوه بې مانا خبره بللې ده. د جنوبي اسیا لپاره د دغه سازمان مسول عمر ورایچ وویل: "په هغو جګړو کې چې پر ملکیانو په کې بریدونه کیږي، د تاوتریخوالي د کمولو اصطلاح بې مانا ده. "