شاته

په جرمني کې په یو وسله وال برید کې "شپږ تنه وژل" شوي دي

پولیس وايي په جرمني کې د یو وسله وال برید په تړاو یې یو مشکوک کس نیولی دی.

د جرمني مطبوعات وایي چې د دغه هیواد په جنوب لویدیځ کې په ډزو کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپي شویدي.

پولیسو دا پیښه تاید کړې ده او ویلي دي چې د جمعې په ماسپښین (جنوري۲۴) شوې ده خو د مرګ ژوبلې په هکله یې څه ندي ویلي.

د فرانسې خبري اژانس د آلین د سیمې د پولیسو د یوه ویاند له خولې لیکلي دي چې یو مشکوک برید کوونکی نیول شوي او داسې ګمان کیږي چې نور برید کوونکي لا هم ندي نیول شوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې برید د کولو ادعا نده کړې.