شاته

د "کورونا" ویروس په چین کې ۲۶ کسان مړه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې په چین کې د کورونا ویروس خپریدل په نړیواله کچه ګواښ دی.

په چین کی ددی ویروس له امله لږ تر لږه ٢۶ کسان مړه شوي او د تائید شویو شمیرو له مخې ٨۸۱ تنه نور په دې ویروس ککړ شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ په سینګاپور او ویتنام کې هم ددی ویروس د خپریدو راپور ورکړل شوی او په جاپان، تایوان، سویلي کوریا، تایلینډ او متحده ایالاتو کې هم ځینې پېښې موندل شوې دي.

د کورونا ویروس د چین په ووهان ښار کې پیدا شوی او چارواکو یې د مخنیوي لپاره جدي اقدامات پیل کړي دي. د چین ووهان ښار چې ۱۱ ملیون نفوس لري او د کوروناویرس مرکز دی تر سخت کتنرول لاندې دی.

د هغو انځورونو له مخی چی د پنجشنبې په ورځ (جنوري۲۴) په ګرځنده تیلیفونو اخیستل شوي ښیې چې پولیس په ټول ښار کې ځای په ځای شوي.

د سیمه ایزو خلکو پلان شوي سفرونه لغوه شوي او د ښار دننه او بهر عامه ترانسپورت بند دی. د بیجینګ په هوایی ډګر کې، مسافران تر خپل توانه پوری تدابیر نیسي. یو مسافر سندی چن وایې: "زه واقعیا اندیښمنه یم. زه واقعیا ډاریږم چې دا به د SARS په شان بله ناروغي شي. له همدې امله موږ ټولو ماسکونه اغوستي."

د چین د دولتي تلویزیون په تصویرونو کې ښکاري چی طبي کارکونکي په هوایي ډګرونو کې د مسافرینو معاینه کوي. هر هغه څوک چې د بدن د تودوښې درجه یې لوړه وي قرنطین کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ونشوای کړای چې د پنجشنبې په ورځ دا ویروس د عامي روغتیا د نړیوالې اندیښنې د بیړني حالت په توګه اعلان کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان مشر داکتر تید روس ادهانوم غیبریسوس وایې "غلط پوهاوی ونه شي، دا په چین کې اضطراري حالت دی. دا تر اوسه په نړیواله سطحه بیړنی روغتیايي حالت ندی. خو ممکن داسې وشي.

د روغتیا نړیوال سازمان اضطراري کمیټه به لس ورځی وروسته یوځل بیا غونډه کوي.

کارپوهان وايي کورونا ویروس تر دې دمه د پخوانیو ساري ناروغیو په څیر جدي ندی - لکه چې په ٢٠٠٣ کال کې د تنفسي مشکلاتو د یوه رامنځ ته کوونکي ویروس کابو ٨٠٠ کسان ووژل.

داسې ویل کیږي چې ویروس په وحشي څارویو کې رامینځته شوی کوم چې په غیر قانوني ډول د یوهان د سمندري خوړو په بازار کې پلورل کیږي.