شاته

د امریکا سنا له واک څخه د ټرمپ په ناوړه استفاده بحث کوي

د استازو د مجلس دیموکراتان وايي نن پنجشنبه د ( جنوري ۲۳ مه ) به له واک څخه د جمهور رئیس ټرمپ د ناوړه استفادې په حقوقي او قانوني اړخونو بحث وکړي.

دیموکراتان وايي جمهور رئیس ټرمپ د سیاسي اهدافو لپاره پر بهرني حکومت فشار اچولی وو چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د هغه د احتمالي رقیب جوبایډن په اړه تحقیقات وکړي.

د کانګرس د استازو مجلس غړي ادم شف د محاکمې د لومړۍ ورځې په غونډه کې وویل:"موږ قضیه وړاندې کړه او هر څه مو بیان کړل. سبا به د قانون په رڼا کې پر هغو واقعیتونو بحث وکړو چې له واک څخه د جمهور رئیس ناوړه استفاده ګڼل کیږي."

دیموکراتانو د جنوري په ۲۲ د چهار شنبې په ورځ هم جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ تورن کړ چې پر اوکراین یې د فشارراوستلو په هدف یوه فاسده طرحه جوړه کړې وه.

دیموکراتان وايي د افشا کیدو لپاره حتي نور شواهد هم موجود دي.

په سنا کې د دیموکراتانو مشر چک شومر وویل:"هغه لومړی شی چې امریکایانو ولید، دا وو چې هغوی د ولسمشر د گوښه کولو په محاکمه کې ولیدل چې جمهوري غوښتونکي سناتوران د یوې عادلانه محکمې په ضد رایه ورکوي."

خو خپله جمهور رئیس او د هغه جمهوري غوښتونکي پلویان بیا د دیموکراتانو هڅې یوه دسیسه بولي.

وتلی سناتور لیندزي ګراهام وايي کله چې خبره د ډانلډ ټرمپ په اړه وي نو دیموکراتان آن غواړي د هغه د تورنولو لپاره ادارې اصول هم مات کړي.

ټاکل شوېده د جمهور رئیس مدافع وکیلان د شنبې په ورځ خپله دفاعیه پیل کړي.

د جمهور رئیس متحدین وايي دیموکراتان د سیاسي مقاصدو لپاره د ولسمشر د تورنولو او له واک څخه د هغه د لرې کیدو هڅه کوي.

د جمهور رئیس د ګنهکار گڼلو په هدف څلور جمهوري غوښتونکي سناتوران باید د رسمی تورونو دو مواردو ته رایه ورکړي.