شاته

د فرانسې او هالند پولیسو د مهاجرو د قاچاق یوه شبکه نیولې

د فرانسې او هالند پولیسو ٢٣ تنه د یوې جنایي شبکې سره د اړیکو په تور نیولي چې په زرگونو مهاجر یې له فرانسې نه بریتانیا ته قاچاق کول.

د اروپایي ټولنې د پولیسو ادارې ایروپول ویلي چې تر دې دمه دغې جنایي شبکې شاوخوا ١٠٠٠ تنه مهاجر له فرانسې نه بریتانیا ته قاچاق کړي دي.

ایروپول نن د پنجشنبې په ورځ (جنورۍ ٢٣) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د اټکل له مخې دغه شبکې د غیر قانوني لارې د فرانسې نه بریتانیا ته د افغانستان، سوریې، عراق او ایراني مهاجرو د انتقالولو له لارې ٧٧.٦ میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

دغه اداره وایي چې مهاجر د فرانسې د لویدیځ ښارونو د شاوخوا سیمو نه بریتانیا ته په خطرناکو لارو استول کیږي. دغه مهاجر د لاریو په یخچالونو کې پټوي او بیا یې د اوبو لاندې تونل له لارې او یا هم د کښتیو او ځمکې لاندې ریل ګاډو په مرسته بریتانیا ته لیږدوي.

پولیسو ویلي چې یو شکمن شخص په هالنډ کې د یو مخفي بانکي سیستم له لارې ددغو مهاجرو نه پیسې ټولولې. پولیسو په ځانگړو عملیاتو کې یو شمیر مهاجر نیولي او هغوی یې امن ځایونو ته لیږدولي دي. خو ایروپول دا ندي ویلي چې دغه عملیات یې کله کړي دي.

د مهاجرو دغه ډول لیږدولو ته هغه وخت بیا پاملرنه وشوه چې د تیر کال په اکتوبر میاشت کې د ویتنام ٣٩ وګړي بریتانیا ته د تگ پر وخت د یوې لارۍ په یخچال کې مړه شول.