شاته

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پر پیلېدو د عمران خان ټینګار

د پاکستان صدراعظم د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره لیدنه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو غوښتنه کړې ده.

دغه لیدنه چې پرون سې شنبه د جنورۍ پر ۲۱مه (سلواغې۱) د سویس په داووس ښار کې د «اقتصاد نړیوالې مجمع» ناستې په څنډه کې تر سره شوې، دواړو لورو پر سیمه ییز امنیت، د کشمیر پر مسئلې او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي عمران خان ویلي، چې د امریکا متحده ایالات او پاکستان د افغانستان د سولې په اړه یو دریځ لري او زیاته کړې ده، چې هيواد به یې د افغانستان سولې له بهیر څخه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د دغه ګډې ناستې په خپره شوې ویډیو کې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي:"اصلي موضوع د افغانستان ده، ځکه چې امریکا او پاکستان یې اندېښمن کړي دي، له نېکمرغه چې په دې اړه یوه دریځ لرو او هم نظره یو، موږ یوازې په افغانستان کې د سولې ټینګېدو ته هیله مند یو، بلکې د دغه هیواد د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیلېدو غوښتونکي یو."

ښاغلي ټرمپ او عمران خان په داسې حال کې د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي دي چې له څو ورځو راپدېخوا په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې په اړه خبرې روانې دي.

تر دې مخکې طالبانو ویلي و، چې دواړه لوري د توافقنامې د لاسلیک مراسمو او نورو اړوند مسائلو په اړه خبرې کوي.

افغان حکومت تل له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی دی، خو طالبانو د اصلي لوري په توګه له امریکا سره پر خبرو ټینګار کړی او له افغان حکومت سره یې له مخامخ خبرو څخه ډډه کړې ده.