شاته
عمران خان: د افغانستان په هکله امریکا او پاکستان یو دریځ لري
د سویس یا سویزرلنډ په داووس ښار کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره خبرو کې وویل، چې اسلام اباد او واشنګټن د افغانستان په هکله یو دریځ لري او هغه افغانستان کې سوله ټینګول او د خبرو له لارې د طالبانو او حکومت ستونزې اوارول غواړي.