شاته

د امریکا سنا کې د ټرمپ د استیضاح محکمه

د امریکا د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د استیضاح د محاکمې نوی پړاو نن ددغه هیواد په سنا مجلس کې پیلیږي.

په دې مرحله کې چې یوې قضايي جلسې یا محکمې ته ورته دی، هر لوری، مدعیان او د جمهور رئیس ټرمپ مدافع وکیلان به هڅه وکړي چې د اسنادو او دلایلو په وړاندې کولو سره ، د امریکايي سناتورانو قناعت ترلاسه کړي.

د امریکا د استازو مجلس له خوا له دریو میاشتو څیړنو وروسته، ټرمپ له واک څخه په ناوړه استفاده او د کانګرس د تحقیقاتو په مخنیوي تورن شوی دی.

د جمهور رئیس د استیضاح په اړه د وروستۍ قضايي پریکړې په اړه د امریکا اساسي قانون ددغه هیواد سنا مجلس ته صلاحیت ورکړی چې د محکمې حالت غوره او پر جمهور رئیس لګیدلي تورونه رد یا تائید کړي.

ټاکل شوېده په سنا کې ددغه بهیر له پیل سره د مجلس غړي د یاد بهیر د طرز العمل رای ګیري وکړي.

جمهوري غوښتونکي سناتوران چې په سنا کې اکثریت دي او ۵۳ څوکۍ لري، د جنوري په شلمه یې یو څلور مخیز طرزالعمل وړاندې کړ.

ددغه طرزالعمل پر اساس، دواړه لوري به دوه ورځې وخت ولري چې مجلس ته خپل اسناد او دلایل وړاندې کړي.

په سنا کې د جمهور رئیس ټرمپ د محاکمې بهیر د امریکا د قاضي القضات جان رابرتز له خوا رهبري کیږي.

پر جمهور رئیس د تورونو د تائید لپاره له دریو څخه دوه برخو رایو ته ضرورت شته. که دا تورونه تائید شي نو جمهور رئیس ټرمپ به له واک څخه ګوښه شي.

د امریکا سنا مجلس ۱۰۰ غړي لري چې ۵۳ جمهوري غوښتونکي ، ۴۵ دیموکراتان او دوه مستقل کاندیدان دي.