شاته

ناټو وايي عراق کې باید د ځواکونو د روزنې ماموریت قوي شي

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وايي چې باید په عراق کې د ناټو د روزنې ماموریت قوي شي چې د داعش پر ضد جګړې کې د ناټو ځواکونو د ښکېلتیا مخه ونیول شي.

ښاغلي ستولتنبرګ د سه شنبې په ورځ (جنوري۲۱) د اروپا په پارلمان کې وویل: "د دې ضرورت دی چې (عراق کې) د روزنې ماموریت قوي کړو. د دفاع وزارت څخه نیولې د سوق ادارې او نورې څانګې باید د ځواکونو د روزلو لپاره چمتو کړو. ناټو دا کار کولی شي."

د ناټو مشر په دې وروستیو کې د عراق له چارواکو سره لیدلي دي او داسې هیلې شته چې د عراق حکومت به ناټو ته اجازه ورکړي چې په هغه هېواد کې خپل د روزنې ماموریت لا قوي کړي.

ناټو له ۲۰۱۸ کال راپدیخوا په عراق کې ۵۰۰۰ ځواکونه لري چې عراقي عسکر روزي. خو په بغداد کې د ایران د قدس ځواکونو د مشر قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د عراق پارلمان پرېکړه وکړه چې بهرني ځواکونه دې د هغوی له خاورې ووځي.

خو د ناټو مشر وویل که اوس لاس په کار نشي ښايي مجبور شي بیا خپل سرتېري د عراق جګړې ته واستوي. د ناټو ځواکونو په عراق کې داعش د ځپلو په عملیاتو کې هم مهم رول لوبولی دی.