شاته

کندهار کې د مدرسې چت لوېدو پېښه کې پنځه زده کوونکي مړه شوي

د کندهار د پوهنې ریاست مسؤلین وايي، په دغه ولایت کې د «طیبه» په نوم د یوې خصوصي مدرسې د چت لوېدو له امله پنځه انجونې زده کوونکي وژل شوي او اته نور زده کوونکي ټپیان شوي دي.

دغه پېښه نن دوشنبه سهار د «مرغومې پر ۳۰مه» د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند د حاکیم صاحب په اډه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د پوهنې ریاست ویاند نظر محمد صمیمي کاکړ امریکا غږ اشنا ته وویل، چې یادې مدرسې په یوه زاړه کور کې فعالیت کوه، چې د وروستیو اورښتونو له امله یې د یوه ټولکي چت پر زده کوونکو رالوېدلی دی.

ښاغلي کاکړ وویل، چې په دغه مدرسه کې د سلو په شااوخوا انجونو او هلکانو دیني زده کړې کولې.

نوموړي زیاته کړه:"نن سهار د ۹ ناحیې د حاکم صاحب په اډه کي د طیبه په نامه د یوې خصوصي مدرسې د چت د رالویدو له امله پنځه تنه ماشومان شهیدان او ۸ تنه زخمیان شول."

هغه وویل، یاده دیني مدرسه چې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا فعاله شوې وه د کندهار د پوهنې له ریاست سره نه وه ثبت.

د کندهار د پوهنې ریاست د مسؤلینو په وینا د دغه دیني مدرسې مالک د پېښې تر رامنځته کېدو رورسته له سیمې څخه تللی دی.

په کندهار ښار کې دا مهال لسګونه دیني مدرسې فعالیت کوي، چې ۵۰ هغه یې د پوهنې له ریاست سره ثبت او پاتې نورې یې نه دي ثبت شوي.

په دغه دیني مدرسه کې زده کوونکو ته د پیسو په بدل کې زده کړې ورکول کېدلې.