شاته

جرمني یو افغان ایران ته د جاسوسۍ په تور محاکمه کوي

په افغانستان کې د جرمني ځواکونو یو پخوانی افغانی-الاصله ژباړن ایران ته د جاسوسۍ په تور په جرمني کې محاکمه کیږي.

د دغه کس نوم، د هغه د هویت د پټ ساتلو له کبله یوازې "عبدل اس" ښودل شوی دی چې ۵۱ کلن دی. هغه څو کاله په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د جرمني ځواکونو ژباړن و.

محکمې د دوشنبې په ورځ (جنوري۲۰) هغه د " خیانت" او "ځینو جدي قضیو" په ګډون د جرمني د رسمي محرمیت د قوانینو په ماتولو تورن کړ، وايي هغه ۱۸ ځلې دا قوانین مات کړي دي.

څارنوالانو د دغې قضیې په اړه ډېر جزیات نه دي ورکړي او د محکمې بهیر ته هم مطبوعات او عادي خلک نه دې پرېښودل شوي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې محکمه د جرمني د کوبلنز په ایالت کې روانه ده.

یو قاضي توماس برګمن وویل چې تر امر ثاني پورې به محکمه د امنیتي اندېښنو له کبله د بندو دروازو تر شاه د مارچ تر ۳۱ پورې روانه وي.

د "عبدل اس" میرمنه آسیه اس هم افغانه ده او د جرمني تابعیت لري، محکمې هغه هم د خپل مېړه سره په "خیانت" کې د مرستو او ایران ته د اسنادو د استولو په برخه کې په همکاري تورنه کړې ده.

دا لا معلومه نه ده چې دوی مشخصآ څه ډول اسناد ایران استولي دي.

د دغه افغان مدافع وکیل "اولریخ سومر" وویل چې لګول شویو تورونو ته یې ځواب نه دی ویلی. وايي هغه د تورونو د ثابتولو لپاره کوم "مستقیم شواهد" ونه لیدل.