شاته

عراق کې د حکومت ضد نویو مظاهرو کې لسګونه کسان ټپیان شوي

په عراق کې د حکومت ضد مظاهرو نوی پړاو پیل شوی او د رپوټونو له مخې په لسګونو اعتراض کوونکي زخمي شوي دي.

د رویترز اژانس رپوټ ورکړی چې د یکشنبې د ماښام جنورۍ ١٩ او د دوشنبې د سهار مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي او په بغداد کې پولیسو او مظاهره کوونکو سره نښته کړې ده.

په بغداد کې اعتراض کوونکو لارې کوڅې تړلي دي او پر امنیتي ځواکونو یې تیږې او پطرولي بمونه ګوزار کړي دي او پولیسو هم د هغوی د خپرولو لپاره اوښکي بهوونکي ګاز نه استفاده کړې ده.

په نجف، ناصریه او د عراق په یو شمیر نورو جنوبي ښارونو کې هم مظاهرې شوې دي. د رویترز د خبري اژانس د رپوټ له مخې په سلگونو مظاهره کوونکو د لارو په اوږدو کې د موټرو ټایرونه سوځولي او د ناصریه-کربلا په گډون یې څو لویې لارې تړلي دي.

اعتراض کوونکي شکایت کوي چې حکومت له خلکو سره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاته راغلی دی.

د اسوشیتدپرس اژانس هم د عراق په مظاهرو کې د څو تنو د ټپي کیدو خبر ورکړی دی او د امنیتي منابعو له قوله یې لیکلي چې په بغداد کې لږ تر لږه لس تنه مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

په عراق کې پراخې ولسي مظاهرې د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د نیمګړو ټولنیزو خدماتو، ګډوډ اقتصادي وضعیت او اداري فساد د غندلو لپاره پییل شوې. اعتراض کوونکو د هیواد د صدراعظم د استعفی او د نوي حکومت د جوړیدو غوښتنه کوله. په اعتراضونو کې د ۴۵۰ او ۵۰۰ تنو ترمنځ اعترض کوونکي د امنیتي قواو په ډزو کې ووژل شول.

د اعتراضونو په نتیجه کې د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي استعفی ته حاضر شو او د عراق پارلمان د تیر کال د دسمبر په لومړی نیټه د هغه استعفی ومنله، خو د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره د مختلفو ډلو ترمنځ د سیاسي اختلاف په وجه ښاغلي مهدي تر اوسه د صدارت د سرپرست په توگه خپلې دنده پر مخ وړي.

د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ په زیاتیدو په ځانگړې توگه په عراق کې د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني د وژل کیدو او همداشان په عراق کې پر امریکایي ځواکونو د ایران د راکټي برید وروسته د حکومت ضد مظاهرې تر یوه حده راکمې شوې وې.

اوس عراقي فعالینو حکومت ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې د سیاسي اصلاحاتو لپاره د اعتراض کوونکو غوښتنې ومني او که نه د پراخو نویو مظاهرو بهیر به رامنځ ته شي.