شاته

امریکایان د مدني حقونو د مبارز مارتین لوتر کینگ ورځ لمانځي

هر کال د جنورۍ د میاشتې دریمه دوشنبه د امریکا په متحده ایالاتو کې د برابرۍ او توپیر د له منځه وړلو لپاره د عدم خشونت په بنسټ د مارتین لوترکینگ د مبارزو یادونه او درناوی کیږي.

د ښاغلي کینگ په درناوي په ټوله امریکا کې غونډې کیږي، خو په نیویارک، د تگزاس په سان انتونیو، د کالیفورنیا په سان ډیگو، پنسلوانیا او واشنگټن ډي سي په ښارونو کې ځانگړي مراسم ترسره کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مدني غورځنگ د مشر مارتین لوترکینگ د وژنې نه ٥٢ کاله تیر شول او امریکایان نن د دوشنبې په ورځ (جنورۍ ٢٠) پداسې حال کې د مدني حقونو ددغه مشر یادښت کوي چې د نژادي توپیر له درکه لا هم اندیښنې موجودې دي.

ډاکتر کینگ په ١٩٥٠ او ١٩٦٠ لسیزو کې د امریکایي تورپوستانو پر وړاندې د نژادي توپیر پر ضد او تورپوستو امریکایانو ته د رایه ورکولو د حق د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړه.

د مارتین لوتر کینگ شهرت

د امریکا د مدني حقونو د غورځنگ ددغه مشر شهرت او محبوبیت په ١٩٥٥ کال کې هغه وخت اوج ته ورسید چې د امریکا د الاباما ایالت په مونتگمري ښار کې په ښاري بسونو کې د سپین پوستو سره د تورپوستو پر ناستې باندې د بندیز پر ضد ودرید او په بریالیتوب سره یې ددې ښار ښاروالۍ مجبوره کړه چې دغه تبعیض ته د پای ټکی کیږدي.

مارتین لوترکینگ د ١٩٦٣ کال د مارچ په میاشت کې په واشنگټن ډي سي کې مشهوره وینا وکړه چې عنوان یې و "زه یو خیال لرم". دغې وینا ته ٢٥٠ زره تورپوستي او سپین پوستي امریکایان راټول شوي وو چې هغه یې د مدني حقونو د غورځنگ محوري شخصیت کړ.

ښاغلي کینگ په ۱۹۶۴ کال کې د نوبل د سولې جایزه ترلاسه کړه، په همدې کال کې د امریکا د هغه وخت د جمهور رئیس لیندن جانسن له لورې د مدني حقونو لایحه لاس لیک شوه.

د امریکا د مدني حقونو د غورځنگ مشر د ۱۹۶۸ کال په اپریل کې په ٣٩ کلنۍ کې پداسې حال کې ووژل شو چې د تور پوستو کارگرانو د اعتصاب سره د مرستې لپاره تللی و.

د ډاکتر لوتر کینگ له وژل کیدو نه څلور ورځې وروسته د امریکا د استازو د مجلس یو غړي وړاندیز وکړ چې د کال پوه ورځ د هغه د درناوي لپاره عمومي رخصتي شي.

خو دې کار ١٥ کاله وخت ونیو تر څو د میلیونو امریکایانو د پرله پسې غوښتنو وروسته د متحده ایالاتو کانگرس په ١٩٨٣ کال کې د ښاغلي کینگ په یادښت یوه ورځ عمومي رخصتي ومنله او د هغه وخت جمهور رئیس رونالد ریگن هغه لاس لیک کړه.