شاته

د امریکا شارزدافیر: افغان ټاکنې او سوله به مې کاري لومړیتوبونه وي

د افغانستان لپاره د امریکا نوی ټاکل شوی شارزدافیر راس ویلسن وايي، د تاکنو او سولې بهیر تر څنګ د افغانانو د راتلونکي انتخاب څخه کلک ملاتړ کوي.

ښاغلی ویلسن چې تازه د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د شارزدافیر په توګه ټاکل شوی د نوي سفیر تر ټاکل کېدو پوري به د سرپرست سفیر دنده هم تر سره کوي.

نوموړي د شنبې په ورځ د «جنورۍ پر ۱۸مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د افغانستان د تاریخ په یو مهم پړاو کې پر یادې دندې ټاکل شوی دی.

هغه زیاته کړې، چې د دغه هیواد ټاکنې د سولې بهیر او د افغانانو راتلونکی انتخاب یې له کاري لومړیتوبونو څخه وي.

هغه ویلي:"خوښ یم چې د افغانستان په دې تاریخي او مهم پړاو کې په کابل کې د امریکا په سفارت کې کار پیلوم. زه او زما هیواد امریکا متحده ایالات د افغانستان د ټاکنو پروسې په شمول، له سولې او د افغانستان له ټولو هغو لومړیتوبونو ملاتړ کوي چې ویاړلو افغانانو د خپل راتلونکي لپاره انتخاب کړي."

تر ویلسن مخکې جانبس په کابل کې د امریکا د سفیر په توګه دنده تر سره کول، چې روانه تېره میاشت له دندې څخه لیري شو.

جانس بس په ۲۰۱۷ کې د افغانستان لپاره د متحدو ایالتونو سفیر وټاکل شو. د هغه د ماموریت پر مهال له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې پيل شوې، په افغانستان کې موقت اوربند وشو او همدغه راز د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې هم وشوې.

راس ویلسن د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې له شاوخوا دریو لسیزو راهېسې کار کوي، هغه په ترکیې او آذربایجان کې د امریکا سفیره هم وه.

ښاغلي ویلسن د دې ترڅنګ په مسکو، پراګ او اسټرالیا کې د امریکا په سفارت کې د جنرال کونسل په توګه دنده هم تر سره کړې ده.