شاته

افغان حکومت: له اوربند ټینګېدو پرته د سولې په اړه هڅې نتیجه نه ورکوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، که طالبان د اوربند په اړه موافقه ونه کړي، د افغان سولې په اړه مذاکرات به کومه نتیجه ور نه‌کړي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ د «مرغومې پر ۲۸مه» خبریالانو ته وویل، تمه ده چې طالبان د اوربند له وړاندیز سره له پاکستان څخه قطر ته ستانه شوي وي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

هغه وویل: "که طالبان د اوربند په اړه چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، موافقه ونه کړي، بدبختانه چې سولې ته د رسېدو او جګړې د ختمولو په اړه خبرې به کومې پایلې ته ونه رسېږي."

صدیقي یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د تاوتریخوالي کمېدل کومه عملي جنبه نه لري، بلکې تلپاتې سولې ته د رسېدو یوازینۍ لار د اوربند ټینګېدل دي. د نوموړي په وینا اوربند د افغانستان د خلکو له مهمو غوښتونو څخه دی.

هغه وویل: "د تاوتریخوالي کمېدل د افغانستان د خلکو لپاره یوه ګونګه موضوع ده، پدې معنا چې د ورځې لس نه بلکې پنځه حملې کېږي، یا د ورځې لس تنه نه بلکي پنځه تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي بشپړه ختمولو غوښتونکي یو."

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرې روانې دي.

د طالبانو ویاند سهیل شاهین وړمه ورځ وویل، چې د دواړو لورو استازو د توافقنامې د لاسلیک مراسمو او یو لړ نورو مسائلو اړه په خبرې کړي دي.

خو د جمهوري ریاست ویاند صدیقي وویل، چې تر دا مهاله د دوحې په خبرو کې د اوربند په اړه د خلیلزاد او طالبانو ترمنځ کوم پرمختګ نه دی رامنځته شوی.

تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې، امریکا، جرمني، ناټو او ملګرو ملتونو ځانګړو استازو هم په دوبۍ کې د افغان سولې په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالد کوبیا د جمعې په ورځ د «جنورۍ پر ۱۷مه» پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د «ملګرو ملتونو او ناټو» فارمټ ګډه غونډه کې په افغانستان کې پر اوربند، تاوتریخوالي کمېدلو، بین الافغاني خبرو، د سولې بهیر پر راتلونکو پړاونو، د سولې هوکړې لپاره پر ضمانتونو او سیمه ییزو ابعادو باندې خبرې شوې.

ښاغلي کوبیا زیاته کړې، د ګډون کوونکو ترمنځ تر ډېره د نظرونو یووالي موجود و.