شاته

"د افغانستان سوله د ګاونډیو هېوادونو په رښتینې همکارۍ پورې تړلې ده"

د افغانستان د ملي امنیت شورا، په دغه هېواد کې د سولې راتګ د سیمې او په ځانګړي ډول ګاونډيونو هېوادونو په رښتیني همکارۍ پورې تړلی ګڼي.

دا څرګندونې ورسته له هغې کېږي چې تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په واشنګټن کې له خپل امریکايي سیال سره کتلي او د افغانستان د سولې په برخه کې یې د اسلام اباد د همکارۍ خبره کړې ده.

خو کابل وايي، د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول، پاکستان تشې ژمنې کافي نه دي او باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند، جاوید فیصل وايي، دوی لا هم د سولې په بهیر کې د نړیوالو او ګاونډيو هېوادونو په همکارۍ شک لري، ځکه په خبره یې که چېرې ښکېل هېوادونه په دې برخه کې رښتینې همکاري وکړي، خامخا نتیجه ورکوي.

ښاغلي فیصل وویل:" تر دې دمه له بده مرغه موږ له دې اړخه ډاډه نه یو او فکر کوو چې لا هم اړتیا ده چې د سیمې هېوادونه د افغان سولې په برخه کې خپلې هڅې رښتیني کړي. څه چې وايي، د هماغه مطابق عمل هم وکړي. د سولې په برخه کې د هېوادونو له لوري یوازې څرګندونې کافي نه دي."

ښاغلي فیصل د سولې په برخه کې د پاکستان همکاري ډېره اړینه او مهمه ګني او ټینګار کوي چې د افغانستان د دولت د مخالفو وسله والو پټنځایونه په پاکستان کې دي. هغه تورونه چې اسلام اباد تل رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، د افغانستان د سولې او ثبات په اړه یې د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره خبرې کړې دي.

پامپیو په خپل ټویټر کې لیکلي چې پرون یې له قریشي سره وکتل. خو ده په دې اړه نور توضحیات نه دي ورکړي.

قریشي او پامپيو په واشنګتن کې سره کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بیا په ټویټر کې لیکلي چې هېواد یې په ټوله سیمه کې د سولې د ټینګېدو لپاره خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.

په ورته وخت کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سرګي لاوروف پرون په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي، دوی له طالبانو سره تماس لري او هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې موافقې ته د رسېدو لپاره مرسته وکړي.

ښاغلي لاوروف ویلي، مسکو طالبان هڅوي چې موافقه وکړي او خپل اوسنۍ موقف په افغانستان کې له نورو سیاسي قوتونو سره مخامخ خبرواو ډیالوګ ته بدل کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ 'یوناما' هم پر ټوېټر لیکلي، د دې ادارې مشر تادامیچي یاماموتو په دوبۍ کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي سره کتلي او د افغانستان د سولې لپاره پر نړیوال ملاتړ یې له دوی سره خبرې کړي دي.

یوناما د دغه لیدنې نور جزییات نه دي خپاره کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، پاکستان اړتیا لري چې د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي.

د دې شورا مرستیال حاجي دین محمد ازادي راديو ته وویل: "د اقتصادي مرستو له اړخه پاکستان امریکا ته اړتیا لري. بله خبره دا ده چې په افغانستان کې سوله تر افغانستان وروسته د پاکستان ډېره په ګټه ده، نو د افغانستان حکومت باید د پاکستان له همدې مجبوریته ګټه واخلي او دا هېواد په افغانستان کې رښتیني سولې ته وهڅوي."

دا مهال د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې لسم پړاو خبرې رواني دي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې له امریکا سره د سولې هوکړې د لاسلیک پر اړوندو مراسمو غږېدلي دي.

خو د افغانستان دولت د سولې د ټینګښت لپاره د طالبانو له خوا اوربند اساسي شرط ګني.