شاته

'امریکايي او طالب استازو د سولې توافقنامې د لاسلیک مراسمو باندې خبرې کړي'

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، د تېرې چهار او پنجشنبې په ورځو د افغان سولې په اړه د دواړو لورو د استازو ترمنځ ګټورې خبرې شوي دي.

سهیل شاهین د جنورۍ پر ۱۶مه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دواړو لورو د سولې د هوکړه لیک د مراسمو ترڅنګ اړوند نورو مسائلو باندې خبرې کړي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خبرو یاد بهیر به څو ورځې دوام لري.

هغه ویلي:"د ملا برادر آخند تر مشرۍلاندې د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم د ‌‌‌‌‌‌ډاکتر خلیلزاد په مشرۍ د امریکې د مذاکراتي ټيم سره غونډه کړې، د توافقنامې د لاسلیک او اړوند مراسمو په هکله یې خبرې کړې دي."

که څه هم تر دا مهاله په قطر کې د روانو یادو خبرو جزئیات رسنیز شوي نه دي، خو مخکې له دغو خبرو څخه باخبره سرچینو ویلي و، چې امریکايي او طالب استازي په افغانستان کې د تاتریخوالي پر کمولو، اوربند او بین الافغاني خبرو ته د زمینې برابرولو په اړه خبرې کوي.

د طالبانو ویاند پر داسې مهال د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د خبرو د پیل خبر ورکوي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې طالبانو د امریکا له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو د وړاندیز منلو ته چمتوالی ښودلی دی.

قریشي د پنجشنبې په ورځ (جنوري۱۶) پاکستاني رسنیو ته په یو استول شوي ویدویي پیغام کې ویلي چې پاکستان د امریکا او طالب استازو په روانو مذکراتو کې د پرمختګ تمه درلوده.

هغه زیاته کړې ده: "د تاوتریخوالي د کمولو کومه غوښتنه چې وه، طالبانو یې په اړه چمتوالی ښودلی دی. زه پوهېږم چې په دې اقدام سره د سولې د معاهدې په لور پرمختګ شوی دی."

بلخوا اسوشېټیډ خبري اژانس د طالب سرچینو په حواله ویلي، چې طالبانو د لنډ مهاله اوربند طرحه زلمي خلیلزاد ته سفارلې ده.

طالب سرچینو دغه اژانس ته ویلي، له اوو څخه تر لسو ورځو د لنډ مهال اوربند طرحه د تېرې چهارشنبې په ورځ د طالب مشرانو لخوا په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته سفارل شوې ده.

طالبانو تر دې مخکې هم ویلي، چې د اوربند په اړه کوم تصمیم نه لري، خو زیاته کړې وه، چې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه خپلو کې سلا مشورې کوي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې اوربند د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت اساسي طرح ده او په دې بهیر کې د تاوتریخوالي کمول عملي بڼه نه لري.