شاته

د ۱۹کلنو نړیوال جام: افغانستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي

افغانستان د ۱۹ کلنو د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لمړنۍ لوبه له کوربه هېواد جنوبي افریقا سره کوي.

دا د نړیوال جام لمړۍ لوبه هم ده. لوبه د جمعې په ورځ (جنوري۱۷) د جنوبي افریقا د کمبېرلې په ښار کې کیږي او د کابل په وخت د غرمې په شاوخوا ۱۲:۰۰ پیلیږي.

دا لوبه په نړیوالو سپورتي چاینلونو هم ښودل کیږي.

دواړو افغانستان او جنوبي افریقا خپلې وروستۍ تمریني لوبې ګټلې. افغانستان د سیالیو غښتلی ټیم انګلنډ ته ماتې ورکړه او جنوبي افریقا بیا په ډېرې اسانۍ سره له ناجریا لوبه وګټله.

د افغانستان د ۱۹ کلنو د لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي امریکا غږ ته وویل چې لوبډله یې پوره اماده ده او هیله یې وښوده چې په نړیوال جام کې به ښه وځلیږي.

د لوبډلې کپتان فرهان زاخیل هم داخبره وکړه او وویل چې دغو سیالیو ته يې چمتوالی نیولی دی. هغه وویل چې د دوی باولینګ تر بېټېنګ غښتلی دی. فرهان زاخیل په خپله اوپنر بېتسمین دی.

جنوبي افریقا د دغو لوبو کوربنه ده او له شک پرته چې خپل میدانونه او خپل نندارچیان به یې زیات وي او له دې پلوه به یې مورال لوړ وي.

په دغه نړیوال جام کې ۱۶ لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي او ټولټال به ۴۸ لوبې کیږي.