شاته

سيګار: د افغانستان د جګړې په اړه درواغ ویل شوي

د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې مشر جان ساپکو د امریکا د کانګرس غړو ته وویل د افغانستان د جګړې د پرمختګ په اړه ملکي او پوځي چارواکو خلکو ته درواغ ویلي دي.

د سیګار مشر جان ساپکو د افغانستان د جګړې په هکله د واشنګټن پوست له راپور یوه میاشت وروسته دا څرګندونې د چهار شنبې په ورځ د ( جنوري ۱۵ مه ) د کانګرس غړو ته کړي دي.

ښاغلي ساپکو په دې غونډه کې په افغانستان کې له ټوپکسالارانو سره د ائتلافي ځواکونو د چلند پر څرنګوالي ، په اداراتو په ځانګړې ډول د اردو په سطحه د اداري فساد او د افغانستان په قضایه قوي د خلکو د نه اعتماد او نیمګړتیاوو په اړه څرګندونې وکړې.

جان ساپکو وویل ائتلافي ځواکونو په دې هیله ټوپکسالارانوو ته د ولایت، ولسوالیو او نورو اداراتو مقامونه ورکړل چې یوه ورځ پوښتنه ورڅخه وکړي ، هغه څه چې ډیر کم ولیدل شول.

ښاغلي ساپکو وویل: " ټول هدف دا وو چې بریا وښودل شي او ناکامي پټه شي او کله چې ناکامي تر اندازې زیاته وي، پټه ساتل کیږي او یا یې هم هیڅ راپور نه ورکول کیږي. زموږ د لاسته راوړنو په اړه وار وار مبالغه وشوه چې دا ډول د امریکا جمهور رئیس ته هم ورسیدل."

خو ریچارد بوچر چې د جورج ډبلیو بوش د جمهوري ریاست پرمهال یې د سهیلي آسیا په چارو کې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه کار کړی وايي هیڅ عمده فریبکاري شوې نده.

د امریکا دفاع وزارت هم دا موضوع رد کړې چې ګواکې قصدا د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې په اړه خلکو ته غلط معلومات ورکړل شوي دي.

کارپوهان وايي هغه مهم هدف چې په افغانستان کې د القاعده ماته وه ، ژر ترلاسه شو. خو د تندلارو ډلو د بیرته راجوړیدو د مخنیوي په برخه کې د امریکا په ستراتیژي کې نیمګړتیاوي په سیمه کې هڅې له مشکلاتو سره مخ کړې.

د پام وړ ناکامیو سره سره، کارپوهان زیاتوي چې له سیمې څخه په بیړه د امریکايي پوځیان ایستل کولای شي ناوړه پایلې ولري.

د سیګار مشر وايي د افغانستان د جګړې په اړه درواغ ویل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:53 0:00