شاته

افغانستان، کاناډا، برتانیا، سویډن او اوکراین له ایران څخه تاوان غواړي

هغو هېوادونو چې اتباع يې په ایران کې د الوتکې د وېشتلو په پېښه کې وژل شوي دي، له ایران څخه غوښتي چې د پېښې ټول مسولیت دې ومني او د قربانیانو کورنیو ته دې تاوان ورکړي.

د پنجشنبې په ورځ (جنوري۱۶) په لندن کې د کاناډا، برتانیا، سویډن او اوکراین د بهرنیو چارو وزیران او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په یوې غونډې کې موافقه وکړه چې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته د ځواب ویلو لپاره به د همکارۍ یو منظم پلان جوړوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د غونډې ګډونوالو وغوښتل چې باید دا "پېښه دقیقه، شفافه او په ناپيېلې ډول" وڅېړل شي او پر ایران یې غږ وکړ چې د پېښې عاملینو ته دې سزا ورکړي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر فرانسوا فیلیپ شامپین وویل سره له دې چې ایران د دغې پېښې مسولیت منلی دی خو موږ "حساب، شفافیت او عدالت غواړو."

ایراني ځواکونو تېره اونۍ دا الوتکه ووېشتله او په کې سپاره ۱۷۶ تنه یې ووژل. په وژل شویو کې یې ۱۳ افغانان او نور یې د کاناډا، برتانیا، اوکراین، سویډن او ایران وګړي دي.

ایراني چارواکو په اول سر کې وویل چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله غورځېدلې ده خو وروسته یې ومنله چې ځواکونو یې دا الوتکه وېشتلې ده. د ایران ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې ده چې د پيښې عاملینو ته به سزا ورکوي.