شاته

قریشي: طالبان افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي چې طالبانو د امریکا له خوا په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو د وړاندیز منلو ته چمتوالی ښودلی دی.

ښاغلي قریشي د پنجشنبې په ورځ (جنوري۱۶) پاکستاني رسنیو ته په یو استول شوي ویدویي پیغام کې ویلي چې پاکستان د امریکا او طالب استازو په روانو مذکراتو کې د پرمختګ تمه درلوده.

هغه زیاته کړې ده: "د تاوتریخوالي د کمولو کومه غوښتنه چې وه، طالبانو یې په اړه چمتوالی ښودلی دی. زه پوهېږم چې په دې اقدام سره د سولې د معاهدې په لور پرمختګ شوی دی".

ښاغلي قریشي ویلي، پاکستان، افغانستان او سیمه د امنیت او ټيکاو فضا ته اړتیا لري، خو د پاکستان لپاره د خوښۍ ځای دی چې د سولې په پروسه کې ورته سپارل شوی مسولیت یې په سم ډول سر ته ورسوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیز په سیمه کې د امنیت د ټینګېدو هیله ښودلې او زیاته کړې ده: "د دې (امنیت) ګټه هم افغانستان او د پاکستان خلکو ته ورسېږي".

امریکايي او طالب استازي چې اوس په قطر کې پر مذاکراتو بوخت دي، تر اوسه په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې اوربند د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت اساسي طرح ده او په دې بهیر کې د تاوتریخوالي کمول عملي بڼه نه لري.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ د جنوري په ۱۲مه (مرغومي ۲۲مه) وویل، چې له اوربند څخه د افغان حکومت هدف د تیر درې ورځني اوربند په څیر د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ توافق دی او د "تاوتریخوالي کمول کره پوځي، حقوقي معنی او عملي بڼه نه لري".

په ورته وخت کې د دولت جوړوونکي انتخاباتي ډلې مرستیال امرالله صالح، چې اوسمهال په حکومت کې رسمي دنده نه لري دې مسلې ته په غبرګون کې ویلي چې "د تاوتریخوالي کمول" د سولې او جګړې په قاموس کې ځای نه لري.

ښاغلي صالح په خپل ټویټر کې لیکلي: "طالبانو دا (د تاوتریخوالي کمول) داسې ژباړلی، چې موږ د زیاتو کسانو پر ځای لږ کسان وژنو. موږ هره اونۍ په ښار کې د زیاتو بمي چاودنو پر ځای یوه چاودنه کوو".

هغه زیاته کړې ده: "اوربند په ټولو فرهنګونو کې شته دی، ساده خبره ده، د انسانانو د وژلو ودرول".

ټاکل شوې وه چې د امریکا او طالبانو استازي په دې پړاو مذاکراتو کې د "اوربند او بین‌الافغاني مذکراتو د پيل" په اړه هم خبرې وکړي، خو د دغو مذکراتو رسمي جزئیات تر اوسه په ډاګه شوي نه دي او دواړو خواو هم لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.