شاته

هند چین ته: کشمیر زموږ او پاکستان مسئله ده، تاسو پکې مداخله مه کوئ

د هند حکومت د پنجشنبې په ورځ (جنوری ۱۶) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د کشمیر کشاله د پاکستان او هند مسئله ده او له چین یې غوښتي چې په دغه برخه کې دې لاس نه وهي.

د هند حکومت دغه اعلامیه وروسته له هغې خپره کړه چې د چهارشنبې په ورځ چین د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې د سیمې د وضعیت په اړه دې پلټنې وکړي.

چین همداراز د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې ددغې کشالې د حل لپاره د منځګړیتوب پیشنهاد هم کړی.

په ملګرو ملتونو کې د چین لخوا ددغه بحث پرانستلو په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رویش کمار خبریالانو ته وویل: "چین باید د کشمیر د کشالۍ په اړه نړیوالې اجماع ته پام وکړي او دغه کشاله دې تر ملګرو ملتونو نه رسوي. "

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټولو ۱۵ غړو له هند او پاکستان څخه غوښتي چې ټولې کشالې دې پخپلو کې د خبرو اترو له لارې حل کړي او په پولو باندې دې تاوتریخوالی کم کړي.

په کشمیر کې وروسته له هغې تاوتریخوالي زور واخیست چې د هند حکومت د صدراعظم مودي د یو ځانګړي فرمان په اساس د اساسي قانون ۳۷۰ ماده لغو اعلان کړه. ددغې مادې په اساس جمو او کشمیر ایالت چې اکثریت وگړي یې مسلمانان دي حق درلود چې خپل قوانین جوړ کړي او د بهرنیو، دفاعي او اطلاعاتي چارو کې خپله بشپړه ازادي ولري.

ددغې مادې پر بنسټ د هند د نورو ایالتونو اوسیدونکو نشو کولی په کشمیر کې جایداد واخلي او یا هم پانګونې وکړي چې په لغو کیدو سره یې اوس دغه ټول محدودیتونه له منځه لاړل.

د دغې پریکړې خلاف په کشمیر کې ګن شمیر لاریونونه وشول او حکومت یې د قابو کولو لپاره وخت پر وخت د نظامي سرتیرو شمیر زیات کړ.